یو افغان وګړی د دوشنبې په ورځ په فدرالي محکمه کې د هغو تورونو په اړه محاکمه شو چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د کابل په هوايي ډګر کې په هغه ځانمرګي برید کې مهم رول لوبولی و چې له افغانستان څخه د امریکا د بې نظمه وتلو پرمهال یې د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون له ۱۸۰ څخه ډیر کسان ووژل.
محمد شریف الله، چې د "جعفر" په نوم پیژندل کیږي، د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې داعش-خراسان، چې د اسلامي دولت افغانستان ډلې سره ملګری ده، د مادي ملاتړ او سرچینوبرابرولو او د سیسو جوړولو په تور چې په پایله کې یې مرګ ژوبله رامنځته شوه، تورن دی . خو هغه دا تورونه رد کړي دي.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت مخکې ویلي و، چې مظنون محمد شریف الله د کابل د برید تر څنګ د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د مسکو او په ځینو نورو ترهګریزو بریدونو کې یې هم خپل لاس لرل تائید کړي دي
شریف الله ویلي دي چې «بریدګرو ته د کلاشینکوف او نورو وسلو د کارولو د څرنګوالي» په اړه ویدیويي معلومات ورکړي دي.
نوموړي ویليدي چې هغه ته دنده سپارل شوې وه، چې تر برید مخکې د کابل سړکونه وګوري او بیا یې د تیلیفون له لارې داعش ډلې ته معلومات ورکړي وو چې بیا بریدګر راغی او برید یې وکړ .
شریف الله، چې د محکمې د اسنادو له مخې، د بمي چاودنې څخه دوه اونۍ مخکې په زندان کې و، FBI ته وویل چې هغه د خوشې کیدو وروسته د داعش لخوا استخدام شوی و.
امریکايي چارواکو په ویرجینیا کې شریف الله ته مدافع وکیل نیولی او همدغه راز ژباړن یې هم ورته ټاکلی دی .
جان ګیبس، د ورجینیا ایالت د ختیځې حوزې د فدرالي څارنوالۍ مرستیال، د محاکمې د پیل وینا کې وویل.
"تاسو به د هغه څخه واورئ او تاسو به د هغه د جرم ډیر شواهد وګورئ"
خو جیریمي کمنز، د شریف الله مدافع وکیل چې د هغه استازیتوب کوي په څرگنده توگه وویل چې متحده ایالاتو غلط کس نیولی ، او د شریف الله څخه خبرې په فشار اخیستل شوي.
کومنز وویل: "دا سړی، محمد شریف الله، پدې پیښه کې هیڅ رول نه درلود. پدې قضیه کې پوښتنه دا نه ده چې په حقیقت کې څه پیښ شوي، بلکې مسؤل څوک دی."
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټې برید چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته وشو،مسولیت د داعش ډلې اخیستی و..
فورم \ دبحث خونه