د لاس رسي وړ اتصالات

 یونیسف: په ٢٠٣٠ کال کې به دوه میلیونه نجونې له لومړنیو زده کړو پاتې شي

د یونیسف په تازه تحلیلي رپوټ کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې او د ښځو د کاري ځواک د ګډون په اړه موندنې ښيې چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو استازیتوب له ۲۱ سلنې څخه ۱۷.۷ سلنې ته راټیټ شوی.

راپور وايي ،که دا تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو په داسې یو هیواد کې چې لا د مخه یې د نړۍ په سطح د ښځو د سواد کچه ټیټه ده، له دوه ملیونو څخه ډیرې نجونې به د لومړني ښوونځي څخه پورته له زده کړې څخه محرومې شي.

د یونیسف اجرائیوي رئیسه کاترین رسل وايي

"د اړینو خدماتو د وړاندې کولو لپاره به افغانستان په راتلونکې کې ښوونکي، نرسانې، ډاکټرانې، قابلې او ټولنیزې کارکوونکې ونه لري. دا به واقعیت وي که چیرې نجونې له زده کړو څخه بې برخې پاتې شي موږ له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د نجونو لپاره د ثانوي زده کړو بندیز لرې کړي او له نړیوالې ټولنې څخه وغواړو چې د نجونو د زده کړې د حقونو ملاتړ ته ژمن پاتې شي"

له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو چارواکو د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې نجونې د ثانوي زده کړو څخه منع کړې، له یو ملیون څخه ډیرې نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي.

څیړنه ښیي په د افغانستان د تعلیم او روغتیا يي سکتورونو کې چیرې چې د میرمنو کار ته اړتیا ډیره ده او د کار اجازه ورته ورکړل شوې وه چې اوس په دی سکتورونو کې شمیره په چټکۍ سره کمیږي.

د یونیسف موندنې ښیې چې د ښځینه روغتیایی کارمندانو کمښت یوه مهمه ننګونه ده.

د پوهنې په سکتور لا د مخه د دې کمښت اغیزي احساسیږي. په اساسي زده کړو کې د ښځینه ښوونکو شمیر له نهه سلنې څخه ډیر راټیټ شوی، په ۲۰۲۲ کې نږدې ۷۳۰۰۰ و، چې په ۲۰۲۴ کې شاوخوا ۶۶۰۰۰ ته ورسید.

دا کمښت د ماشومانو زده کړې ګواښي، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره، چې کله ښځینه ښوونکي وي، نو دوی بیا ښوونځي ته لاړې شي.

د نجونو او ښځو د زده کړې او کار محدودیتونه هم افغانستان ته هر کال ۸۴ ملیون ډالر اقتصادي زیان رسوي، او تمه کیږي چې زیانونه به یې نور هم زیات شي ځکه چې ښځې او نجونې له درس او دندو څخه منع پاتې کیږي.

د یونیسف دا راپور خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې اوسنی وضعیت دوام وکړي، نو هیواد به له ژور اقتصادي، ټولنیز اوله روغتیا پلوه د بحران سره مخ شي، خو که د نجونو تعلیم او د ښځو ګډون بیا فعال شي، نو دا کولی شي د افغانستان راتلونکي ودې، ثبات او پرمختګ ته لاره هواره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG