د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان پر پاکستان د برید ادعا کوي، اسلام‌اباد یې ردوي

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي, د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې بریدونه کړي
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي, د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې بریدونه کړي

د پاکستان له وروستیو هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو حکومت وایي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې یې د داعش پر هغو مرکزونو بریدونه کړي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې د بریدونو د پلان جوړولو لپاره کارېدل.

د طالبانو د دفاع وزارت د جولای په لومړۍ نېټه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د بریدونو هدف هغه مرکزونه وو چې داعش ترې "په افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو او بریدونو د پلان جوړولو" لپاره استفاده کوله.

خو پاکستاني پوځ د طالبانو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې طالبانو د بلوچستان پر لور څلور "ابتدایي" بې‌پیلوټه الوتکې استولې وې، خو د پاکستان هوايي دفاع ځواکونو ټولې نسکورې کړې.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویلي: "د افغان طالبانو رژیم دا ډول اقدامات د افغانستان د خلکو د غولولو لپاره کوي. د طالبانو غیرمسؤولانه چلند یوازې د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي."

د امریکا دریځ

د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو په اړه د امریکا غږ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت نظر غوښتی، خو تر اوسه یې رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

خو لدې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د اسلام‌اباد د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي وو چې متحده ایالات د ترهګرۍ هر ډول غندي او له دواړو خواوو غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي، خاوره یې د ترهګرو ډلو له خوا د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د پولې هاخوا بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د هند او پاکستان لفظي شخړه

په ورته وخت کې، د پاکستان او هند ترمنځ لفظي شخړه هم پراخه شوې ده. اسلام‌اباد، د پاکستان پر وروستیو هوايي بریدونو د هند له غندنې وروسته، نوی ډیلی په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی. هند بیا د پاکستان بریدونه د افغانستان پر حاکمیت "ښکاره تېری" او د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ بللی دی.

د روسیې اندېښنه

روسیې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، اسلام‌اباد او کابل باید وسله‌والې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافونه د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

متقابل تورونه

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې هغو وسله‌والو ته پناه ورکوي چې د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.

طالبان بیا پاکستان تورنوي چې بې‌دلیله هوايي بریدونه کوي او ملکي وګړي په نښه کوي، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد وایي عملیات یې یوازې د وسله‌والو پر مرکزونو متمرکز دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د یکشنبې د هوايي بریدونو په اړه ادعا کړې چې ملکي کورونه یې په نښه کړي، چې له امله یې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۶۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي، د جون د ۲۹مې شپې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

یوناما یو ځل بیا له ټولو خواوو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون اصول مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG