د لاس رسي وړ اتصالات

مایک والتز: سپاه پاسداران د ایران کابو ۵۰ سلنه اقتصاد کنټرولوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو سفیر مایک والي وایي چې د ایران سپاه پاسدران د هغه هیواد کابو پنځوس سلنه اقتصادي کنټرولوي.

نوموړي له سي بي اس نیوز سره په تازه خبرو کې ویلي دي چې سپاه پاسداران له فابریکو څخه نیولې تر وسلو او د بریښنا تر ډیرو تولیدي فابریکو پورې چې د هغه هیواد نظامي صنعتي بنیاد جوړوي، کنټرول لري.

والتز ویلي، دا ټول موجه نظامي اهداف دي ځکه اکثریت یې د دوه ګونو موخو لپاره کارول کیږي.

ښاغلي والتز همدارنګه له فاکس بزنس سره په مرکه کې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د ریکاد په کچه ۱۴۵ هیوادونه له امریکا سره همغږي دي چې ایران په بشپړ ډول د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

والتز ویلي:"تاسې نشئ کولې د جګړې د یوې برخې په توګه په خبرو او یا هم جګړه کې د خپلو موخو د ترلاسه کیدو لپاره د نورې نړۍ اقتصاد برمته کړئ."

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې، ایران نشي کولی په اوبو کې ماینونه ځای پرځای کړي او په بې توپیره شکل پر ملکي کښتیو او یا هم خپلو ګاونډیو بریدونه وکړي.

مایک والز په داسې حال کې پر ایراني رژیم انتقاد کوي چې متحدو ایالتونو د تیرو اوو ورځو راهیسې پر ایراني اهدافو هوایي بریدونو ته شدت ورکړی دی.

پر ایراني اهدافو د امریکا بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې ایران تیره اوونۍ د هرمز په تنګي کې پر څو تجارتي کښتیو بریدونه وکړل.

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام د جمعې په ورځ (جولای ۱۷) وویل چې په ایران کې یې یو شمیر اهداف په نښه کړي دي.

امریکایي ځواکونو ویلي چې د بریدونو هدف د ایران د نظامي وړتیاوو کمزوري کیدو ته ادامه ورکول دي تر څو هغوي ونشي کړی د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو او د کښتیو په ملکي عملې بریدونه وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجنشبې په ماښام ملت ته د وینا پرمهال وویل چې امریکا په ایران کې په پراخه کچه بریالۍ کیږي.

د ایران په وړاندې د امریکا د نظامي اقدام د پیل راهیسې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ددغه هیواد نور چارواکي په ټینګار سره وایي چې هیڅکله به ایران ته د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG