د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: ایران باندې شپږم پرله پسې بریالي بریدونه بشپړ شول  

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ پنجشنبه جولای ۱۶ د شپې ناوخته ویلي چې د ایران پر ضد د امریکایي ځواکونو عملیات چې د واشنګټن پر وخت تر غرمې وروسته په ۲ بجو پیل شوي و، د شپې په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو بشپړ شول.

دا وروسته تر هغه چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په انقرې کې د ناټو سرمشریزې پر مهال ایران سره موقتي اوربند پای ته وروساوه، په ایران باندې د امریکایي ځواکونو شپږم پرله پسې بریدونه دي.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونو په تازه عملیاتو کې د جنګي جټ الوتکو، هوایي بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او جنګي کښتیو پر مټ له دقیقو مهماتو کار اخیستی او د ایران لسګونه نظامي اهداف یې ویشتي دي.

په اعلامیې کې راغلي چې پدې عملیاتو کې د ایران د ساحلي کشف او هوایي دفاع مرکزونه، نظامي لوژستیکي تاسیسات او سمندري قابلیتونه په نښه شوي و.

اعلامیه زیاتوي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان (جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر، د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ لا د ایران نظامي وړتیاې کمزورې کوي او په سوداګریزو کښتیو باندې د بریدونو له کبله ایران مسؤل بولي.

سنټکام همدارنګه ویلي چې څه د پاسه ۵۰ زره امریکایي سرتیري په ټول منځني ختیځ کې د تیارسۍ په حال کې دي او چمتو دي چې "وژونکي" عملیات وکړي.

په ایران باندې تازه بریدونه داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو پوځ یو ځل بیا د هرمز تنګي سمندري محاصره پیل کړله او ویلي چې د ایران پرته او د ایران اړوند کښتۍ نه پریږدي لدې مهمې سوداګریزې لارې تیرې شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولاین لیویټ هم د پنجشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د متحده ایالاتو بحري ځواکونو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په امر د هرمز تنګی محاصره کړی او د ایران له بندر څخه یې د کښتیو تګ راتګ بند کړی.

هغې وویل چې امریکا ځکه د هرمز په تنګې کې سمندري محاصره بیرته پیل کړله چې ایران د متحده ایالاتو سره په تفاهم لیک کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغی. میرمن لیویټ وړاندې وویل چې د نورو سوداګریزو کښتیو پر مخ د هرمز تنګي پرانیستی دی.

ویاندې زیاته کړه چې ایرانیان لا هم د متحده ایالاتو سره په خبرو اخته دي او موافقه کول غواړي ځکه چې امریکایي ځواکونو پرې سخت ګوزارونه کړي.

کارولاین لیویټ وویل چې ایران په تفاهم لیک کې ژمنه کړې وه چې په سوداګریزو کښتیو به بریدونه نکوي خو زیاتوي چې "هغوي ناوړه" پریکړه وکړله


This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG