پاکستان د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو چارواکي خبرداری ورکوي چې افغانستان د راستنېدونکو د بېساري شمېر د منلو لپاره له جدي بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وایي، یوازې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه له ۱.۶ میلیونو څخه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر د ادارې له لومړني کلني اټکل هم لوړ دی.
د UNHCR د افغانستان استازي عرفات جمال د جولای په ۱۱مه په یوه خبري غونډه کې وویل، ځینې ورځې د هرات د اسلامکلا له پولې له ۴۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې کسان افغانستان ته اوړي، او ډېری یې ستړي، رواني فشار لاندې او له هېڅ امکاناتو پرته هېواد ته رسېږي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې یوازې په یوه ورځ کې ۴۳۱ افغانې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، ۳۳۷ کورنۍ د تورخم او ۳۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې، ۲۳۲ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۳۰۸ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، او راستنېدونکو ته د روغتیايي، ترانسپورتي او نورو لومړنیو خدمتونو ترڅنګ ۳۹۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
هغه افغانان چې له امریکا غږ سره یې خبرې کړې، وایي د ایستلو بهیر له ګڼو ستونزو سره مل و. یو شمېر راستنېدونکي ادعا کوي چې د پاکستان د پولیسو د عملیاتو پر مهال کورنۍ له خپلو ماشومانو او نورو غړو جلا شوې، ځینې کسان بې له دې چې د کورنۍ د راټولېدو فرصت ورکړل شي نیول شوي او افغانستان ته اړ ایستل شوي، او لا هم ګڼې کورنۍ یو له بل څخه بېلې پاتې دي.
پاکستان کې افغان کډوال سیدا جان وایي، د پولیسو له وېرې خلک ان د سودا اخیستلو لپاره هم نه وځي او هر وخت د نیول کېدو خطر موجود دی.
افغانستان ته ستون شوی کډوال نظر خوږیانی، وایي له دوی سره د نړیوالو ادارو د مرستو ژمنې عملي نه شوې او افغانستان ته د ایستلو شویو افغانانو ټوله شتمني په پاکستان کې پاتې شوه. هغه له چارواکو غواړي چې د سرپناه او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.
ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ، د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، کارموندنې او ټولنې ته د بېرته ادغام په برخه کې هم اوږدمهاله پانګونه زیاته کړي.
عرفات جمال وایي، افغانستان د راستنېدونکو د دې لوی بار د زغملو توان نه لري او دوامدار نړیوال ملاتړ ته جدي اړتیا لري. د هغه په وینا، که د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر په خوندي، منظم او انساني ډول مدیریت شي، د ثبات او اقتصادي ودې فرصت رامنځته کولای شي، خو که دا بهیر له پلان او کافي ملاتړ پرته دوام ومومي، د بېثباتۍ، ناارامۍ او نوې کډوالۍ خطر به نور هم زیات شي.
یوناما هم وایي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا د څه باندې دوو کلونو په موده کې د افغانستان د نفوس شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو په وینا، د راستنېدونکو دا بېساری بهیر پر هغو سیمو لا زیات فشار راوړي چې له وړاندې د وچکالۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
فورم \ دبحث خونه