د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه وکړه

د ترهګرۍ ضد  مبارزې لپاره د امریکا او پاکستان ګډې هڅې
د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د امریکا او پاکستان ګډې هڅې

متحده ایالتونو او پاکستان د ترهګرۍ ضد څلورمه ستراتیژیکه غونډه په واشنګټن کې ترسره کړه او یو ځل بیا یې د داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګډې اعلامیې له مخې، دواړو هېوادونو د سرحدي امنیت د پیاوړتیا، د ترهګرو د اکمالاتي او مالي شبکو د ګډوډولو او د استخباراتي همکاریو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې راغلي، "متحده ایالتونو او پاکستان یو ځل بیا خپل ګډ هوډ څرګند کړ چې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد به مبارزه کوي چې د دواړو هېوادونو د وګړو امنیت او د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي." په دغو ډلو کې داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ او اړوندې ډلې یادې شوې دي.

د امریکا او پاکستان دغه ګډ دریځ په داسې وخت کې اعلانېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي اړیکې لا هم له ننګونو سره مخ دي. پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي. د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

په ګډه اعلامیه کې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ نومونه په څرګند ډول یاد شو ي.

په دغو ډلو کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د یو شمېر بریدونو مسؤلیت منلی، خو د القاعدې په اړه داسې وروستي موارد نه دي ثبت شوي چې د بریدونو مسؤلیت یې اآخیستی ويږ

په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي اختلافونو له امله څو ځله سرحدي نښتې هم شوې دي. سربېره پر دې، پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پراخ لړۍ پیل کړی، چې د طالبانو حکومت پرې نیوکه کړې .

له بلې خوا، داعش خراسان لا هم د افغانستان، پاکستان او امریکا لپاره یو ګډ امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. دغه ډله په افغانستان کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی او امریکایي چارواکو هم څو ځله ویلي چې داعش خراسان د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي اندېښنه ده.

افغان پوځې کارپوه داود جلالي وایي، د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکاري نوې خبره نه ده، خو د ۲۰۲۱ کال وروسته، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، یې اهمیت زیات شوی دی. د هغه په وینا، واشنګټن هڅه کوي د سیمې له شریکانو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره، د استخباراتي او امنیتي همکاریو له لارې د ترهګرو ډلو فعالیتونه وڅاري.

کارپوهان دا هم وایي چې پاکستان غواړي نړیوالو ته وښيي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د دغه هېواد د امنیتي پالیسۍ مهمه برخه ده. خو د دوی په باور، د سیمې د دوامدار امنیت لپاره یوازې امنیتي همکاري بسنه نه کوي، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي باور جوړول، د سرحدي شخړو کمول او د ګډو امنیتي اندېښنو لپاره د دوامدارو میکانیزمونو رامنځته کول هم اړین دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG