د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي ډول له لومړنیو زده کړو وروسته له تعلیم څخه منع دي.
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې خبرداری ورکوي چې د دغو محدودیتونو دوام نه یوازې د میلیونونو نجونو د زده کړو حق ترې اخیستی، بلکې د ښځو پر رواني روغتیا، کار، تګ راتګ او قانوني حقونو یې هم پراخې اغېزې کړې او د افغانستان راتلونکی اقتصاد، روغتیايي سیستم او کاري ځواک یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
۲.۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي زده کړو محرومې دي
یونسکو د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د حق د سمدستي، بشپړ او بېقیدوشرطه بېرته اعادې غوښتنه کړې ده.
د یونسکو د تازه معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي زده کړو محرومې دي او افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي ډول له لومړنیو زده کړو وروسته له تعلیم څخه منع دي.
یونسکو وایي، دغو محدودیتونو د نجونو د زده کړو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو پرمختګونه بېرته شاته ګرځولي دي. په ۲۰۰۱ کال کې نجونو ښوونځیو ته خورا محدود لاسرسی درلود، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې په ثانوي ښوونځیو کې شاملې شوې وې.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو ډېرې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو کمښت ښځو ته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا ستونزمنوي. یونسکو خبرداری ورکوي چې له زده کړو څخه د نجونو او ښځو دوامداره محرومیت د افغانستان د راتلونکي کاري ځواک د کمزوري کېدو، د بېوزلۍ د پراخېدو او د اوږدمهاله ټولنیزو او اقتصادي زیانونو لامل کېدای شي.
ایا بدیل پروګرامونه د رسمي زده کړو ځای نیولی شي؟
یونسکو وایي، تر هغو چې محدودیتونه دوام لري، هڅه کوي افغان نجونو او ښځو ته د ټولنې پر بنسټ زده کړو، سواد زده کړې، د مهارتونو د پراختیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ له لارې د زده کړو بدیلې لارې برابرې کړي.
د دې ادارې په وینا، تر اوسه نږدې ۷۰ زره زده کوونکي د یونسکو له دغو پروګرامونو برخمن شوي چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي. خو یونسکو ټینګار کوي چې دا پروګرامونه د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو بدیل نه شي کېدای او د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د حق د بشپړې اعادې غوښتنه کوي.
له ۱۰۰ ډېر فرمانونه او محدودیتونه
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره، وایي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له خوا له ۱۰۰ ډېر فرمانونه او محدودیتونه صادر شوي چې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار، تګ راتګ، عامه ژوند، عدالت او روغتیايي خدمتونو یې اغېز کړی دی.
د دې ادارې د تازه معلوماتو له مخې، په سروې کې له نیمایي ډېرې پوښتل شوې افغان ښځو ویلي دي چې په میاشت کې یوازې دوه ځله یا تر دې هم لږ له کوره وځي او نږدې درې پر څلورمه برخه وایي چې له محرم پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي.
د ښځو رواني وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د د ملګرو ملتونو د ښځو اداره د معلوماتو له مخې، له هرو لسو اووه ښځې خپل رواني وضعیت «خراب» یا «ډېر خراب» بولي.
د ښځو اقتصادي ګډون هم خورا محدود دی. یوازې اووه سلنه افغان ښځې په کار بوختې دي، په داسې حال کې چې د نارینه وو دا کچه ۸۴ سلنه ده. په ۲۰۲۶ کال کې ۱۰.۷ میلیونه افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه اداره همدارنګه وایي، افغانستان د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې د هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو پر وړاندې د میندو د مړینې اټکلي شمېر ۶۳۸ و.
د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په اړه، د امریکا غږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له مرستیالې سارا نیبس سره ځانګړې خبرې کړې دي. نیبس ویلي، د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د هغوی د هیلو او خوبونو لپاره یوه «ویجاړوونکې» پرېکړه ده او د افغان ټولنې د اکثریت له غوښتنې سره هم سمون نه لري.
هغې وویل: «زموږ د څېړنې پایلې ښيي چې شاوخوا ۹۰ سلنه نارینه او ښځې د زده کړو په اړه له دې دریځ سره مخالف دي.»
نیبس ټینګار کړی چې د نجونو او ښځو له زده کړو محرومول یوازې د اوسني نسل ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکي به هم ناوړه او اوږدمهاله اغېزې ولري.
دغه اداره وایي، په ۲۰۲۶ کال کې صادر شویو نویو فرمانونو عدالت ته د ښځو او نجونو لاسرسی نور هم محدود کړی او د قانون پر وړاندې یې د هغوی د برابرۍ او خوندیتوب وضعیت اغېزمن کړی دی.
د دې ادارې په وینا، ۱۲م فرمان د قانون پر وړاندې د ښځو او نارینه وو برابري له منځه وړي، مېړه ته پر خپلې مېرمنې پراخ قانوني واک ورکوي او عدالت ته د ښځو لاسرسی محدودوي.
۱۸م فرمان بیا د ښځو لپاره له واده څخه جلا کېدل ستونزمن کوي، په داسې حال کې چې د نارینه وو د یو اړخیز طلاق حق پر ځای ساتي. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، دغه فرمان په ضمني ډول د کم عمره نجونو د ودونو په اړه هم اندېښنې راپورته کوي.
ریچارډ بېنېټ: د نجونو یوه نسل ثانوي او بل نسل د پوهنتون زده کړې له لاسه ورکړې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د امریکا غږ سره په څانګړې مرکه کې د نجونو پر یوه بشپړ نسل د تېرو پنځو کلونو اغېزو ته په اشارې ویلي، هغه نجلۍ چې په ۲۰۲۱ کال کې په شپږم ټولګي کې وه، اوس به اتلس کلنه کېږي.
بېنېټ ویلي: «د نجونو یوه بشپړ نسل اوس ثانوي زده کړې له لاسه ورکړې دي. بل نسل د پوهنتون له زده کړو پاتې شوی دی.» هغه زیاته کړې چې پنځه کاله ښایي د یوه هېواد په تاریخ کې لنډ وخت وي، خو «د یوې افغانې نجلۍ په ژوند کې ډېر اوږد وخت دی.» بېنېټ ټینګار کړی چې هر څومره ژر دا پالیسۍ بېرته واخیستل شي، هغومره به د افغان نجونو او د هېواد د راتلونکي لپاره ښه وي.
ملګري ملتونه: د محدودیتونو اغېزې اوږدمهاله کېږي
د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د ملګرو ملتونو د ادارو معلومات ښيي چې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه نور یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو مسئله نه ده، بلکې د ښځو د کار، روغتیا، رواني وضعیت، اقتصادي خپلواکۍ او په ټولنه کې د هغوی د حضور له پراخو محدودیتونو سره تړلې ده.
ډ ملګرو ملتونو د ښځو اداره خبرداری ورکوي چې له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو ایستل په تدریجي ډول عادي کېدو ته روان دي، په داسې حال کې چې یونسکو وایي، له زده کړو پرته د نجونو د یوه نوي نسل لویېدل د افغانستان اقتصادي او ټولنیز راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي. یونسکو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو حق سمدستي، بشپړ او بېقیدوشرطه بېرته اعاده کړي.
فورم \ دبحث خونه