د لاس رسي وړ اتصالات

مالي سرچېنو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې د کاروبارونو په مخکې لوی خنډ 

UNHCR UNDP
UNHCR UNDP

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي چې مالي سرچینو ته محدود لاسرسی د افغان کاروبارونو پر مخکې یو له سترو خنډونو څخه دی او په داسې حال کې چې افغانستان له لوړې، بې‌کارۍ او د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی، د خصوصي سکټور پیاوړتیا لا ډېره مهمه شوې ده.

دا اداره وايي چې ملګري ملتونه د افغانستان په خصوصي سکټور کې پانګوونه کوي، ځکه خصوصي سکټور د افغان کورنیو لپاره د کارموندنې او دوامدارې اقتصادي ودې یوه مهمه سرچینه ده، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.

د دې ادارې په وینا «د میلیونونو افغان ښځو لپاره د کاروبار رامنځته کول د عاید ترلاسه کولو وروستۍ لاره چاره» ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د دې ادارې د پروګرامونو له لارې د ۸۹ زره رسمي او غیررسمي کاروبارونو په دوام کې مرسته شوې چې ۹۱ سلنه یې د ښځو تر مشرۍ لاندې دي.

د پورونو د تضمین پروګرام

دا پروګرام وايي چې د ملګرو ملتونو د پانګې پراختیايي صندوق، UNCDF، او د افغانستان د پورونو د تضمین بنسټ په همکارۍ یې په ۲۰۲۴ کال کې د پورونو د تضمین پروګرام پیل کړی دی.

د دې پروګرام موخه دا ده چې له بانکونو او نورو پور ورکوونکو سره مالي خطر شریک کړي او هغو کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو ته د پورونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي چې د کاروبار وړتیا لري، خو د پور لپاره کافي تضمین یا وثیقه نه لري.

د ۲۰۲۶ کال تر لومړۍ ربعې پورې دې پروګرام له ۷۱ میلیون امریکايي ډالرو څخه زیاته خصوصي پانګه فعاله کړې، د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو له ۲۳ زره او ۷۰۰ څخه ډېر پورونه یې تضمین کړي او د شاوخوا ۴۷ زره دندو په ساتلو کې یې مرسته کړې ده.

UNDP وايي، د «مالي سرچینو ته د لاسرسي» پروژه په پام کې لري چې ۱۱ زره نورو کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو ته مالي امکانات برابر کړي او د ۱۴ زره څخه د زیاتو دندو په ساتلو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ یوازې په پورونو او مالي مرستو پورې محدود نه دی، بلکې شرعي اصولو سره سم مالي خدمات، سبسایډي شوي پورونه، سوداګریزې روزنې او لارښوونې، لمریزې انرژۍ ته لاسرسی او کورنیو او نړیوالو بازارونو ته د کاروبارونو د لاسرسي ملاتړ هم پکې شامل دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG