د ترکیې د کډوالۍ د چارو د ادارې نوې شمېرې ښيي چې د دغه هېواد پولیسو د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۲۵،۳۱۴ افغان وګړي د بې اسناده کډوالۍ په شک نیولي دي.
د شمېرو له مخې، په همدې موده کې په ترکیې کې له بېلابېلو هېوادونو نږدې ۹۵ زره بې اسناده کډوال نیول شوي خو ډیر نیول شوي افغان کډوال دي.
تر افغانانو وروسته د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سودان او یمن اتباع د توقیف شویو کسانو په لیست کې تر ټولو ډیر دي.
ترکیه پدې تیرو څو کالونو د افغان کډوالو لپاره یوې مهمې لارې بدله شوې. ډیری افغان کډوال یا په ترکیه کې پاتې کیږي او یا له هغه ځایه د اوبو له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته رسوي.
په ترکيې کې د افغان مهاجرو د نیولو خبر په داسې وخت کې ځپریږي چې جرمني په دی وروستیو کې د
له دغه هېواد څخه په ایستل شویو ۳۱ افغان کډوالو ایستلي چې پکې کې یو داسې کس هم شامل دی چې هیڅ جرمي سابقه نلري.
دې موضوع په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو اندېښنې زیاتې کړې دي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې لا هم تر ارزونې لاندې دي او هیڅ جنايي سابقه نه لري.
د جرمني په لایپزیګ کې یو شمېر افغانانو او د بشري حقونو فعالانو له دغه هېواد څخه د جرمي سابقې نه لرونکو کډوالو په شړلو اعتراض وکړ او د جرمني له حکومت څخه یې وغوښتل چې افغان کډوال افغانستان ته ونه شړي.
فورم \ دبحث خونه