د ښځو د نړیوالو مسایلو لپاره د امریکا پخوانۍ سفیرې میلان ویرویر د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته د افغان ښځو وضعیت د نړۍ تر ټولو ناوړه بللی دی.
ویرویر له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور پر مهال افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار، سیاست او عامه ژوند په برخو کې پراخ پرمختګونه وکړل، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغو برخو کې سخت شاتګ شوی دی. هغې وویل، په افغانستان کې نجونې له ۱۲ کلنۍ پورته ښوونځیو ته له تګ منع دي، پوهنتونونو ته نه شي تللی او ښځې له رسمي کاري چاپېریال او د عامه ژوند له ډېرو برخو څخه محرومې شوې دي. دغې پخوانۍ دیپلوماتې وویل، د ماشومانو ودونه او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی، هغې د ښځو اوسنی وضعیت «جنسیتي اپارتاید» وباله.
د شلو کلونو لاسته راوړنې
ویرویر وویل که څه هم افغان میرمنو په افغانستان کې د جمهوري نظام پرمهال ګڼې لاسته راوړنې درلودې خو اوس هغوی له جدي ګواښ سره مخ دهږ د هغې په وینا، په دغو دوو لسیزو کې افغان ښځو او نجونو زده کړو او پوهنتونونو ته پراخ لاسرسی پیدا کړ، ښځې په پارلمان او د ژوند په نورو برخو کې فعالې شوې او د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې د ښځو حقونه خوندي شوي وو.
میرمن ویرویر وویل، ډېرو ښځو په دې موده کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړې، لوړې زده کړې یې وکړې او خپل هېواد ته یې خدمت وکړ، خو اوسنی وضعیت ښيي چې دغه پرمختګونه خوندي پاتې نه شول.
افغان نجونو ته: مه ناهیلې کیږئ
کله چې له ویرویر څخه وپوښتل شول چې که یوه افغانه نجلۍ ترې وپوښتي، «ایا نړۍ موږ هېرې کړې یو؟» هغې وویل چې لا هم ډېر خلک د افغان ښځو او نجونو وضعیت څاري او د هغوی ملاتړ کوي. ویرویر د هغو نجونو او ښوونکو هڅې وستایلې چې د سختو محدودیتونو باوجود په پټو ښوونځیو او آنلاین پروګرامونو کې زده کړو ته دوام ورکوي. هغې وویل افغان نجونې زده کړو ته تږدي دي او باید ناهیلې نشي.
فورم \ دبحث خونه