د لاس رسي وړ اتصالات

د هند «کاکروچ جنتا» ډلې د لاریون د نېټې ټاکلو لپاره پولیسو ته ۲۴ ساعته مهلت ورکړ

په هند کې د سوله‌ییز لاریون د نېټې پر ټاکلو د پولیسو او «کاکروچ جنتا» ډلې ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې دي.
په هند کې د سوله‌ییز لاریون د نېټې پر ټاکلو د پولیسو او «کاکروچ جنتا» ډلې ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې دي.

په هند کې د ځوانانو په مشرۍ «کاکروچ جنتا» ډلې د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۲مه، د ډیلي پولیسو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې د دوی د نوي لاریون لپاره نېټه وټاکي. دې ډلې خبرداری ورکړی چې که پولیس په ټاکلي وخت کې ځواب ورنکړي، بیا به سړکونو ته ووځي. لاریونوال د هند د ټاکنو د مرکزي کمیسیون د مشر، ګیانېش کمار، د استعفا غوښتنه کوي.

د ډلې یوه مشر، اشوتوش رانکا، خبریالانو ته وویل چې دوی له پولیسو غوښتي، په جنتر منتر کې د سوله‌ییز لاریون لپاره مناسبه نېټه ورته وټاکي. رانکا وویل:

«موږ نن د ډیلي پولیسو ته ورغلو او ورته مو وویل، تاسو ووایاست چې پنځه، اووه یا لس ورځې وروسته، کله په جنتر منتر کې لاریون کولای شو.» هغه زیاته کړه چې که پولیس په ۲۴ ساعتونو کې نېټه ورکړي، پلویان به یې په هماغه ورځ سوله‌ییز لاریون وکړي؛ خو که ځواب ترلاسه نه کړي، د بل لاریون بلنه به ورکړي.

رانکا جنتر منتر د لاریونونو لپاره ټاکل شوی ځای وباله، خو د ډیلي پولیس وايي چې دغه ځای نور د اعتراضونو لپاره رسمي ځای نه دی او پر ځای یې درې نور ځایونه ټاکل شوي دي. د اوونۍ په پای کې پولیسو په ډیلي کې زرګونه لاریونوال، د «کاکروچ جنتا» ډلې د مشرانو په ګډون، ونیول. هغه مهال د دې غورځنګ پلویانو د لاریون هڅه کوله، خو زرګونو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او د ښار په مرکزي سیمو کې یې تګ راتګ محدود کړ.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې انډین اکسپرېس ورځپاڼې تېره میاشت راپور ورکړ، د کمار دوو مرستیالانو د کمېسیون په داخلي بحثونو کې د رایه‌ورکوونکو د نوملړونو د بیاکتنې، د نوم‌لیکنې د کړنلارو او ډیجیټلي سیسټمونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG