د لاس رسي وړ اتصالات

د هند کابینې مذهبي اقلیتونو ته د تابعیت ورکولو لایحه تصویب کړه


انتقاد کوونکي دا لایحه د مسلمانانو ضد بولي
انتقاد کوونکي دا لایحه د مسلمانانو ضد بولي

د هند کابینې یوه لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې مذهبي اقلیتونو ته د هند تابعیت ورکول کیږي.

د دغې لایحې په اساس به هغو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکول کیږي چې په افغانستان، پاکستان او بنګله دېش کې له عدلي تعقیب او مذهبي توپیرونو سره مخامخ دي.

دا لایحه چې د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۴) تصویب شوه، اوس به د هند پارلمان ته استول کیږي، که پارلمان ومنله نو په قانون به بدله شي او دا به لمړی ځل وي چې هند د مذهب په اساس خلکو ته تابعیت ورکول پیلوي.

تېره میاشت د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه پارلمان ته وویل چې دغه قانون به هغو هندوانو، بودایانو، مسیحیانو، سیکانو، زردتشتیانو او د جېن مذهب لارویانو ته د هند د تابعیت اخیستلو لپاره لاره هواره کړي چې له افغانستان، پاکستان او بنګله دېش څخه تښتېدلي دي.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي ملتپال واکمن ګوند په ۲۰۱۶ کې دا لایحه وړاندې کړې وه، خو هغه وخت یې پر ضد لاریونونه وشول او مخه یې ونیول شوه.

ښاغلي مودي په خپلو انتخاباتي شعارونو کې دا خبره کړې وه چې هغو مذهبي اقلیتونو ته به د هند تابعیت ورکوي چې په اکثریت مسلمانو هېوادونو کې له ګواښونو سره مخامخ دي.

پر دغې لایحې نیوکه کوونکي وایي چې دا لایحه "د مسلمانانوضد" ده او باید مذهب د تابعیت اخیستلو اصلي شرط نه وي.

XS
SM
MD
LG