د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د ډیزلو صادرات پیل شوي خو د تړون پر سر اختلافونه او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه دوام لري

واشنګټن وایې، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو او کییف سره کار کوي.
واشنګټن وایې، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو او کییف سره کار کوي.

کرملین وايي، له امریکا سره د ډیزلو د تړون له مخې نړیوالو بازارونو ته د روسیې د ډیزلو استول پیل شوي دي. واشنګټن دا تړون د سون‌توکو د بیو د کمولو هڅه بولي، خو اوکراین او د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي وايي، دا اقدام مسکو ته د جګړې د دوام لپاره عاید برابروي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه دوام لري او دواړه لوري د بریدونو د درولو په اړه د یو بل څرګندونې ردوي. د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ له دغه تړون څخه په دفاع کې ویلي، د ټرمپ اداره د هغه د عملي کولو لپاره قانوني واک لري. هغه د کانګرس د هغو غړو ادعاوې رد کړې چې وايي، د روسیې پر انرژۍ بندیزونه د دې معاملې مخه نیسي.

بېسنټ وویل: «ولسمشر ټرمپ د امریکا د خلکو د خدمت لپاره د هغوی په ملاتړ واک ته راغلی دی. دا پرېکړه د امریکایانو په ګټه ده، ځکه چې د ډیزلو د بیو په راټیټولو کې مرسته کوي.»

واشنګټن همداراز وايي، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو او کییف سره کار کوي. رویټرز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکايي استازي هیله لري، د ډیزلو تړون مسکو مذاکراتو ته وهڅوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، نړیوالو بازارونو ته د روسیې د ډیزلو رسېدل ښايي د سون‌توکو پر بازار مثبت اغېز وکړي، خو یوازې دغه عرضه د بازار د بشپړ ثبات لپاره بسنه نه کوي. هغه وویل: «ډیزل نړیوالو بازارونو ته رسېدل پیل کړي دي. تمه ده چې د تېلو د بازارونو پر ثبات یو څه مثبت اغېز وکړي، خو د بشپړ ثبات لپاره به کافي نه وي.»

د کښتیو د تګ راتګ معلومات ښيي چې شاوخوا ۴۰ زره مټریک ټنه ډیزل د روسیې له پریمورسک بندره د مراکش پر لور بار شوي وو. دغه معلومات امریکا ته د دغو تېلو د رسېدو تایید نه کوي.

اوکراین وايي، پر روسیې د اقتصادي فشار کمول مسکو ته د جګړې د دوام لپاره مالي سرچینې برابروي. په امریکا کې هم یو شمېر سناتورانو له دې تړون سره مخالفت څرګند کړی دی. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي په لندن کې له پییرس مورګن سره په مرکه کې وویل، که واشنګټن د منځګړي رول لوبوي، باید خپل منځګړی دریځ وساتي. زېلنسکي په همدې مرکه کې، په اوکراین کې د سټارلینک انټرنېټي خدمتونو د ستونزو په اړه ایلان مسک ته د خپل پیغام په ځواب کې، د دغو خدمتونو د نه فعالیت د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل: «خلک به مړه شي. البته، که بریدونه دوام وکړي او سټارلینک کار ونه کړي، نو ښکاره ده چې دا له موږ سره مرسته نه کوي.»

اوکراین د روسیې پر تصفیه‌خانو بریدونه بیا پیل کړي دي. د روسیې د ریازان سیمې والي د پنجشنبې ورځې له برید وروسته په یوې تصفیه‌خانې کې اورلګېدنه تایید کړه. کییف وايي، درې ورځې یې دغه بریدونه درولي وو، خو روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو خپلو حملو ته دوام ورکړ.

مسکو بیا دا ادعا ردوي چې اوکراین دې په دې موده کې بریدونه درولي وي. د کرملین ویاند د اوکراین وروستي بریدونه د امریکا د سولې له هڅو سره په ټکر کې وبلل.

پیسکوف وویل: «د کییف رژیم د دغو تاسیساتو په نښه کولو ته دوام ورکوي. دا کار د متحده ایالاتو او امریکايي مذاکره‌کوونکو د سولې له هڅو سره په جدي ټکر کې دی؛ هغوی د سولې د بهیر د پیل لپاره پراخې هڅې کوي.»

د روسیې د ډیزلو د صادراتو له پیل سره سره، د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو په اړه د دواړو لورو اختلافونه پر خپل ځای پاتې دي. لا څرګنده نه ده چې د واشنګټن دغه اقتصادي اقدام به د جګړې د کمولو یوې عملي موافقې ته لاره هواره کړي که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG