د لاس رسي وړ اتصالات

  ډبلیو اف پي:  ١٩ میلیونه افغانان به لوږې سره مخ شي

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشروایي چې په ټول افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دهاوتر بل هر وخت ډېر خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي.

جان آیلایف ویلي،" په راتلونکو څو میاشتو کې به ۱۹ میلیونه خلک چې د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه کیږي، له سختې لوږې سره مخ شي؛ هغه ډول لوږه چې ژوند له ګواښ سره مخ کوي."

ښاغلي آیلایف زیاته کړه چې دا شمېره د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱.۳ میلیونه زیاته ده.

جان آیلیف ویلي: "زه په دې اړه ژوره اندېښنه لرم چې ولې دا روغتیايي مرستې کمې شوې دي. ایا په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت باید حتماً پر ناروغانو اغېز وکړي او د دې لامل شي چې هغوی له خوارځواکۍ سره مخ او حتی مړه شي؟ روغتیايي خدمتونه باید تل له سیاست څخه جلا وساتل شي، زه د یوه ډاکټر په توګه باید وپوښتم: ولې دا مرستې بندې شوې دي؟"

ډبلیو اف پي د مشر په وینا، د ملګرو ملتونو د خوړو اداره په افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستو تر ټولو لوی چمتو کوونکی بنسټ دی، خو اوس ورسره د هغې بودیجې یوازې ۱۲ سلنه برخه شتون لري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې درلوده.

آیلیف وویل: "په افغانستان کې بشري بحران تر ډېره د هغو کارونو له مخې نه تعریفېږي چې بشري مرستندویان یې ترسره کولی شي، بلکې په حقیقت کې د هغو کارونو له مخې تعریفېږي چې موږ یې نشو ترسره کولی؛ ځکه چې د بودیجې کمښت موږ ته اجازه نه راکوي هغه ډول غبرګون وښیو چې ورته اړتیا لرو."

بل پلو، د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق پنجشنبې(د اکتوبر ۱۵مه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: "د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ارزونې د وروستیو معلوماتو له مخې ، کټګورۍ د ۲۰۲۶ کال له نوومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس ۳۸ سلنه جوړوي د خوړو د کمښت د لوړې کچې سره مخ شي؛ په داسې حال کې چې دا شمېره یو کال وړاندې ۱۷.۴ میلیونه وه."

حق وویل چې یونیسف او د لوږې پر وړاندې د مبارزې ادارې هم ویلي دي چې "په راتلونکي کال کې به افغانستان د شدیدې خوارځواکۍ له چټک زیاتوالي سره مخ شي او له څلورو میلیونو څخه زیات ماشومان درملنې ته اړتیا ولري، چې دا په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر دی؛ او تمه ده چې له یو میلیون څخه زیات ماشومان به د خوارځواکۍ له خورا سخت ډول سره مخ شي."

حق وویل چې د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د "عاجلې بودیجې غوښتنه کوي ترڅو د خوړو مرستې، د کرنې په برخه کې بیړنې ملاتړ، او د خوارځواکۍ مخنیوی او درملنه پراخه کړي؛ مخکې له دې چې ژمی دکارونو ته رسیدل محدود کړي او بزګران د کرنې مهم وختونه له لاسه ورکړي."

دغه مرستیال ویاند وویل: "سږکال له ۱.۲ میلیونو څخه زیات افغانان هم اړ شوي چې له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شي، چې دې چارې پر هغو ټولنو لا زیات فشار راوړی چې له وړاندې تر سخت فشار لاندې وې."

د اکتوبر ۱۶مه په نړۍ کې د لوږې، خوارځواکۍ او د خوړو ناامنۍ پر وړاندې د مبارزې او د ټولو لپاره د مغذي او کافي خوړو د خوندیتوب په هدف په ۱۹۷۹ کال کې د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د شلمې عمومي غونډې لخوا د د خوړو نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه چې هدف يې د هغو میلیونونو خلکو په اړه د نړۍ پام اړول او عامه پوهاوی زیاتول چې په ټوله نړۍ کې له لوږې او خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG