د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو نړیواله ورځ او په افغانستان کې ددې ناروغۍ پيښې

An Afghan health worker administers polio vaccine drops to a child during a polio vaccination campaign in Kandahar on January 27, 2025.
An Afghan health worker administers polio vaccine drops to a child during a polio vaccination campaign in Kandahar on January 27, 2025.

د پولیو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴ نیټه د پولیو په اړه د پوهانوي د زیاتوالي او د (پولیو پرته نړۍ) هڅو سره په داسې حال کې لمانځل کیږي چې افغانستان لا هم د دې ناروغۍ مثبتې پيښې لري.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو ویروس شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پولیو ویروس د لومړي ډول (WPV1) شپږ پېښې د کندهار، ننګرهار او کابل په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې سږکال تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د پولیو د وحشي ویروس ۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه ۴۲ یې په افغانستان او شپږ یې په پاکستان کې دي.

دا شمېره د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

په ۲۰۲۵ کال کې، په ټوله نړۍ کې د پولیو د وحشي ویروس ۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ۲۱ یې په افغانستان او ۳۱ یې په پاکستان کې وې.

مخکې له دې چې طالبان په افغانستان کې کور په کور د پولیو د واکسین پر بهیر بندیز ولګوي، د پولیو ویروس د مثبتو پېښو شمېر کم و. په ۲۰۲۲ کال کې یوازې دوه او په ۲۰۲۳ کال کې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

خو طالبانو د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې کور په کور د واکسین کمپاینونه منع کړل او پر ځای یې یوازې په ځانګړو ځایونو کې لکه جوماتونه او نور ټاکل شوي مرکزونو کې د واکسین اجازه ورکړه.

پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره د ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان اغېزمنوي.

WPV1 د وحشي پولیو ویروس له هغو دریو اصلي ډولونو څخه دی چې پر عصبي سیستم برید کوي او کولی شي د دایمي فلج یا مرګ لامل شي.

پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې لاهم پکې د وحشي پولیو ویروس د لومړي ډول (Type 1) پېښې راپور کېږي.

د پولیو ویروس وحشي ډولونه ۲ او ۳، په ترتیب سره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کې له منځه تللي اعلان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د پولیو نړیواله ورځ یو فرصت برابروي چې د "له پولیو څخه د پاک افغانستان" په موخه ملي هڅو ته پام وشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړاداره (یونسف) په ایکس پاڼه لیکلي:"د پولیو پر ضد د مبارزې په نړیواله ورځ د لومړۍ کرښې د هغو کارکوونکو له هڅو باید درناوی وشي چې د پولیو د له منځه وړلو په مبارزه کې په نه ستړي کیدونکي توګه کار کوي، ترڅو هر ماشوم ته، په هر ځای کې، واکسین ورسوي".

دا ورځ د پولیو ضد واکسین د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې د رضاکارانو، روغتیایی کارکوونکو او والدینو د هڅو د درناوي لپاره لمانځل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG