د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پارلماني ټاکنې؛ د حکومت جوړولو برخلیک لا ناڅرګند دی

په اسرائیل کې د پارلماني ټاکنې; تر اوسه هېڅ سیاسي اړخ د نوي حکومت د جوړولو لپاره اړین اکثریت نه دی ترلاسه کړی.
په اسرائیل کې د پارلماني ټاکنې; تر اوسه هېڅ سیاسي اړخ د نوي حکومت د جوړولو لپاره اړین اکثریت نه دی ترلاسه کړی.

په اسرائیل کې د پارلماني ټاکنو د رایو لومړنۍ شمېرنې ښيي چې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ښي اړخی ګوند د لومړنیو اټکلونو په پرتله پیاوړی شوی، خو تر اوسه هېڅ سیاسي اړخ د نوي حکومت د جوړولو لپاره اړین اکثریت نه دی ترلاسه کړی.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د څه باندې ۶۶ سلنه رایو له شمېرلو وروسته، د نتنیاهو په مشرۍ ګوند له خپلو سیاسي سیالانو مخکې شوی و، خو د اسراییلو په ۱۲۰ کسیز پارلمان، یا کنېسټ، کې یې د حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه وې ترلاسه کړې.

دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې له بریدونو او ورپسې جګړو وروسته په اسرائیلو کې لومړنۍ ملي ټاکنې دي. د ټاکنو پایلې به د دغه هېواد د راتلونکي سیاسي مشرتابه او د ائتلافي حکومت د جوړېدو په اړه مهمې پرېکړې مشخصې کړي.

نتنیاهو: لیکود د اسراییلو تر ټولو لوی ګوند دی

د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته، نتنیاهو خپلو پلویانو ته وویل چې د هغه په مشرۍ ښي اړخي ګوند د یهودي او صهیونیستي رایه ورکوونکو ترمنځ پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.

نتنیاهو وویل: «دا یوازې پیل دی. موږ لا هم د ټاکنو د اصلي پایلو په تمه یو، هغو پایلو ته چې په راتلونکې یوه یا دوو ورځو کې به یې ترلاسه کړو. خو د لیکود ګوند په اړه دوه خبرې روښانه شوې دي. لومړۍ خبره بېخي څرګنده ده: لیکود په اسراییلو کې تر ټولو لوی ګوند دی.»

۷۷ کلن نتنیاهو په تېرو درېیو لسیزو کې نږدې ۱۹ کاله د اسراییلو صدراعظم پاتې شوی او څو ځله یې له سیاسي کړکېچونو وروسته خپل واک ساتلی یا بېرته ترلاسه کړی دی. له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې سیاسي مخالفین یوازې یو ځل توانېدلي چې نوموړی له صدراعظمۍ لرې کړي. خو هغه له ۱۸ میاشتو وروسته یو ځل بیا واک ته راستون شو. نتنیاهو د ټاکنو له لومړنیو پایلو وروسته د ښي اړخي حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

هغه وویل: «موږ باید یو ښي اړخی، ملي او پیاوړی حکومت جوړ کړو. همدا هغه څه دي چې باید ترسره شي. موږ باید اسراییل له خطر سره مخامخ نه کړو او داسې حکومت جوړ نه کړو چې د صهیونیزم ضد عربي ګوندونو ملاتړ ورسره وي.»

د نتنیاهو مخالفین د سیاسي بدلون غوښتنه کوي

د نتنیاهو سیاسي سیال او د اسراییلو د پوځ پخواني مشر ګادي آیزنکوټ ویلي چې د اسراییلو خلکو په ټاکنو کې د بدلون غوښتنه کړې ده. آیزنکوټ خپلو پلویانو ته وویل: «نن د اسراییلو خلکو د خپل راتلونکي مشرتابه د ټاکلو لپاره رایې ورکړې. نن شپه مو د خلکو ځواب ترلاسه کړ. خلکو بدلون غوښتی دی.»

د ټاکنو لومړنیو اټکلونو ښودله چې د آیزنکوټ مخالف ګوند به له ۵۲ تر ۵۳ څوکیو او د نتنیاهو ګوند به شاوخوا ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړي. خو د رایو له شمېرلو سره دا اټکلونه بدل شوي دي. عربي ګوندونه هم د نوي حکومت په جوړولو کې مهم رول لوبولی شي، خو د هغوی د ملاتړ په اړه د اسراییلو د سیاسي مشرانو ترمنځ اختلافات شته.

ټرمپ: زما ملاتړ له نتنیاهو سره مرسته کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې له ټاکنو وړاندې یې په ښکاره د نتنیاهو ملاتړ اعلان کړی و، د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه هم څرګندونې کړې دي. ټرمپ وویل: «نتنیاهو ډېر ښه روان دی. کله چې ما د هغه ملاتړ اعلان کړ، دې کار ورسره ډېره مرسته وکړه. خو ما دا هم اورېدلي چې هغه په ټاکنو کې ښه مخته روان دی. ښايي بریالی شي، یا هم له خپل سیال سره برابر وي.» د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اسراییلو د راتلونکي حکومت ترکیب لا نه دی مشخص شوی.

د راتلونکي حکومت د جوړېدو احتمالي ستونزې

د اسرائیل د ټاکنیز نظام له مخې، د حکومت جوړولو لپاره په پارلمان کې د لږ تر لږه ۶۱ غړو ملاتړ اړین دی. که هېڅ سیاسي ائتلاف دغه اکثریت ترلاسه نه کړي، ګوندونه به د ګډ حکومت د جوړولو لپاره خبرو اترو ته اړتیا ولري.

د دغو خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې، اسراییل ښايي له اوږدې سیاسي بې‌باورۍ او حتی له نویو ټاکنو سره مخامخ شي. تر هغه چې نوی حکومت جوړېږي، نتنیاهو کولای شي د سرپرست حکومت د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي. د ټاکنو وروستۍ رسمي پایلې او د سیاسي ګوندونو ترمنځ احتمالي هوکړې به څرګنده کړي چې نتنیاهو یو ځل بیا حکومت جوړوي او که د اسراییلو سیاسي مشرتابه بدلون مومي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG