د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې لپاه د ولسمشرډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، سټیف ویتکاف اعلان وکړ چې واشنګټن به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه په ابوظبۍ کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د کارپوهانو په کچه د خبرو اترو منځګړتوب وکړي.
ویتکاف د دوشنبې په ورځ، په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې په یوه خپره شوې لیکنه کې ویلي چې دا خبرې اترې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د هڅو د پرمخ وړلو په موخه ترسره کېږي.
د هغه په وینا، په دغو خبرو اترو کې به پر مهمو موضوعاتو لکه له جګړې وروسته امنیتي ترتیبات، د کړکېچ کمول، بشري اقدامات او د سولې د ټینګښت پر لور راتلونکي ګامونه، تمرکز وشي.
د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي دا اعلان هم وکړ چې د واشنګټن مذاکره کوونکي به په روانه اونۍ کې په بروکسل کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا، اروپایي اتحادیې او ناټو له استازو سره وګوري. هغه وویل چې اوکراین ته امنیتي تضمینونه، له جګړې وروسته په اروپا کې د امنیتي جوړښت رامنځته کول، او د اوکراین د بیارغونې د ملاتړ لپاره اقتصادي فرصتونه به د دغو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وي.
ویتکاف په کییف، اوسلو او سینټ پیټرزبورګ کې د پخوانیو مشورو پر مهال ترلاسه شویو پرمختګونو ته په اشارې سره، هیله څرګنده کړه چې دا خبرې اترې به د جګړې د پای ته رسولو او د اوږدمهاله امنیت د تامین لپاره یو جامع او دوامداره تړون ته لاره هواره کړي.
فورم \ دبحث خونه