د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین د سولې د خبرو پيل؛ مسکو سمدستي اوربند  نه کوي

د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې
د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې

د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې د سه‌شنبې په ورځ (د نومبر ۱۰مه) د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې پیل شوې. واشنګټن د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو د کمېدو په اړه خوشبیني ښودلې، خو مسکو د سمدستي اوربند غوښتنه رد کړې او د اوکراین د ځمکو پر سر اختلافونه او امنیتي تضمینونه لا هم د سولې د هوکړې پر وړاندې مهم خنډونه دي.

دا د فبرورۍ میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د روسیې او اوکراین استازي د امریکا په منځګړیتوب مخامخ خبرو ته سره کېني. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، جرد کوشنر او سټیف ویټکاف، په دغو مذاکراتو کې د واشنګټن د ډیپلوماتیکو هڅو مشري کوي. کوشنر د مذاکراتو په پیل کې وویل چې امریکايي چارواکو له دواړو لورو سره نږدې هره ورځ خبرې کړې او توانېدلي چې د اختلافونو مهم ټکي مشخص او د هواري لپاره یې ځینې احتمالي لارې ومومي.

نوموړي وویل: «فکر کوم چې موږ اختلافونه مشخص کړي او واټن مو راکم کړی دی. زما په اند، د پاتې اختلافونو د هواري لپاره ځینې ښې طرحې لرو.»

د ټرمپ بل ځانګړي استازي، سټیف ویټکاف، هم د سولې په هڅو کې د پرمختګ نښو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د راتلونکو دوو ورځو مذاکراتو ته هیله‌من دی. د ناټو د متحدو ځواکونو لوی قوماندان، امریکايي جنرال الیکسس ګرینکویچ، ویلي چې د درې اړخیزو پوځي خبرو په چوکاټ کې تر دې وړاندې د پام وړ پرمختګ شوی او هیله لري چې له دواړو لورو سره د همکاریو په دوام د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره شي.

د سولې پر وړاندې اصلي خنډونه

سره له دې چې واشنګټن د سولې د خبرو په اړه خوشبیني څرګنده کړې، روسیه او اوکراین لا هم د جګړې د پای ته رسولو پر شرایطو ژور اختلافونه لري. روسي ځواکونه د اوکراین نږدې پنځمه برخه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.

د دغو سیمو راتلونکی وضعیت او د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو څرنګوالی د مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه دي. اوکراین ټینګار کوي چې هره احتمالي هوکړه باید داسې باوري امنیتي تضمینونه ولري چې په راتلونکي کې د جګړې د بیا پیل مخه ونیسي.

د اوکراین د پلاوي مشر رستم عمروف ویلي چې د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له لوري واک ورکړل شوی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ټولو اړینو موضوعاتو خبرې وکړي. عمروف وویل: «موږ هیله لرو چې اوکراین ته تلپاتې سوله ترلاسه کړو. په دې کې امنیتي تضمینونه هم شامل دي.»

روسیه سمدستي اوربند نه کوي

په همدې حال کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه‌شنبې په ورځ په مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې هېواد یې د اروپا له لوري د سمدستي اوربند غوښتنه نه مني. لاوروف اروپايي هېوادونه تورن کړل چې د اوربند له لارې غواړي اوکراین ته د خپلو پوځي زیانونو د جبران لپاره وخت ورکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اوربند تر هوکړې مخکې باید د اروپا د راتلونکي امنیتي جوړښت په اړه بحث وشي. لاوروف وویل چې روسیه له اروپايي چارواکو سره د امریکايي استازو د خبرو مخالفت نه کوي، خو د هغه په وینا، لومړی باید د اروپا د راتلونکي امنیتي جوړښت مهم اړخونه روښانه شي او وروسته د روسیې او اوکراین د شخړې د حل پر لور ګامونه واخیستل شي.

د سولې په مذاکراتو کې د اروپا رول

د درې اړخیزو مذاکراتو له پیل مخکې، اوکرایني استازو د امریکا، ناټو او اروپايي هېوادونو له استازو سره جلا غونډه وکړه. د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون ډیپلوماتیک سلاکار، ایمانویل بون، وویل چې اروپايي استازي چمتو دي د سولې او امنیت لپاره له روسیې سره هم ګډې خبرې وکړي.

د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار، جاناتن پاول، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې پر دوامدارو مذاکراتو ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې د ایټالیا د ملي امنیت سلاکار، فابریزیو ساجیو، د اوکراین د خلکو په ګټه د عملي او مشخصو پایلو غوښتنه وکړه.

د اروپايي کمېسیون د مشرې د دفتر رئیس، بیورن زایبرت، هم غونډه مثبته وبلله او د اوکراین پر دوامدار ملاتړ یې ټینګار وکړ. د امریکا ځانګړي استازي جرد کوشنر ویلي چې واشنګټن غواړي روسیه په مذاکراتو کې د اروپايي هېوادونو له ګډون سره موافقه وکړي، څو درې اړخیزې خبرې پراخو څو اړخیزو مذاکراتو ته واوړي.

د امریکا منځګړیتوب او راتلونکي ګامونه

متحده عربي امارات د دغو خبرو کوربه دی او متحده ایالات د منځګړي په توګه هڅه کوي د روسیې او اوکراین دریځونه سره نږدې کړي، د اختلافونو د حل لارې ومومي او اروپايي هېوادونه هم د سولې په بهیر کې شامل کړي. ټاکل شوې چې مذاکرات د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۱مه) هم دوام وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د احتمالي سولې هوکړې په اړه خوشبیني ښودلې، خو تر اوسه د اوربند یا د جګړې د پای ته رسولو کومه وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې. د امریکا حکومت هیله لري چې روانې ډیپلوماتیکې هڅې د اختلافونو په کمولو او د تلپاتې سولې لپاره د یوې هوکړې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

​
XS
SM
MD
LG