د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د کرکټ لوبغالی د نجیب تره‌کي په نوم ونومول شو


د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار د بهسودو د کرکټ لوبغالی د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مړ شوي لوبغاړي نجیب تره‌کي په نوم ونوموه.

نجیب تره‌کی څو ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی و او د سې‌شنبې په ورځ اکتوبر ۶ (تلې ۱۵) يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په یو بیان کې نجیب تره‌کی د ټولو افغانانو لپاره د یو اتل په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې د دغه بورډ د مشرتابه د پرېکړې په اساس د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د هغه په نوم نومول کېږي.

په بیان کې د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي مشر فرهان یوسفزي له قوله ویل شوي چې د کرکټ ملي لوبغاړو د افغانستان بیرغ تل د نړۍ پر ډګرونو رپانده ساتلی چې له ډلې یې نجیب تره‌کی هم یو له هغو لوبغاړو و چې د افغانستان د نوم لوړ ساتلو لپاره یې تل هلې ځلې کړې دي.

ښاغلي یوسفزي ویلي: "نو موږ هم باید د نوموړي د قربانیو او هلو ځلو پر قدر پوه شو چې له امله یې نن غواړم د ننګرهار ولایت د بهسودو کرکټ لوبغالی د یاد ملي اتل په نوم ونوموم چې له دې وروسته به د ملي ستوري نجیب الله تره‌کي په نوم یادیږي".

ښاغلي یوسفزي، نجیب تره‌کی د غوره اخلاقو خاوند او د افغانستان یوه ستره پانګه بللې چې په مړینې سره یې د افغان کرکټ ټول مینه‌وال د غم پر ټغر کیناستل.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د "ملي ستوري نجیب الله تره‌‌کي د کرکټ لوبغالي" د جوړولو د لومړي پړاو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ژر به یې دویم او ورپسې دریم پړاو هم پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس نجیب تره‌کی په جلال اباد ښار کې موټر وهلی و او په سر کې یې د سختو ټپونو له امله د ننګرهار ولایت په روغتون کې بستر او څو ورځې په کوما کې و.

۲۹ کلن نجیب تره‌کی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپوهونکی و او د چټکو منډو جوړولو د وړتیا په درلودلو سره په ۲۰اوریزو لوبو کې لوبېده.

XS
SM
MD
LG