د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په دویمه شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز مات کړ


افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه
افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ ( نومبر ۱۵) په دویمه شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ چې په شلو اورنو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

په دغې لوبه کې حضرت الله ځاځي ۲۶، کریم جنت ۲۶، ګلبدین نایب ۲۴، نجیب الله ځدراڼ ۲۰، راشد ۵،نبي ۳،اصغر ۸، ابراهیم ځدراڼ ۱۱ او رحمان الله ګربز ۱۵ منډې وکړې.

ویسټ انډیز لوبډلې په شلو اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۶ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې پوره نه کړ.

له دې سره افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه په ۴۱ منډو وګټله.

په دغې لوبه کې کریم جنت د لوبې غوره لوبغاړی شو، ده وکولای شول ۵ ویکټې واخلي.

همدا شان نوین الحق، ګلبدین نایب او راشد خان هم یوه یوه ویکټه واخیستله.

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه سبا ترسره کیږي.

ټول ټال افغانستان او ویسټ انډیز درې یو ورځینۍ او درې شل اوریزې لوبې کوي چې افغانستان په یو ورځینیو لوبو کې ماتې خوړلې ده.

XS
SM
MD
LG