د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغان هندوانو او سیکانو د ملکیتونو معلوماتي بانک جوړېږي'


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د افغانستان د هندوانو او سیکانو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت لپاره معلوماتي بانک جوړېږي.

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۳) ویلي چې په دغه بانک کې به د افغان هندوانو او سیکانو د ملکیتونو نوملړ چې په تیرو کلونو کې غصب شوي او دغه راز د هغوی د اوسنیو ملکیتونو په اړه معلومات ثبت شي.

هغه زیاتوي: "له دې کار څخه هدف د هغو ټولو کسانو تشهیر دی چې په ډېرې بې‌شرمۍ سره یې د یو بې‌غرضه او وطندوسته اقلیت پر ملکیتونو باندې خیټه اچولې. د اقلیتونو له سر او مال څخه ساتنه نه یوازې زموږ د دین او مقدساتو اساسي لارښونو څخه دی، بلکې د قانون او د خلکو د حقونو نه انکارېدونکی برخه ده".

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په وینا د دغه اقلیت قشر ملکیتونه په مهمو او قیمتي سیمو کې موقعیت لري او لا هم ځینې کړۍ هڅه کوي چې په ګواښلو سره هغوی له هېواد څخه وتلو ته اړ کړي.

په دغه معلوماتي بانک کې به د هندوانو او سیکانو د استوګنځایونو، د کاروبار ځای او عبادت خونو په تړاو معلومات ثبت شي.

ښاغلي صالح ویلي چې دا وړاندیز یې د افغانستان په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو له استازي نریندر سنګهـ خالصه سره په لیدنه کې له هغه سره شریک کړی دی.

د کورنیو جګړو پر مهال او له هغې وروسته په کابل او ولایتونو کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو ملکیتونه د زورواکانو له خوا غصب شوي دي. خو تراوسه افغان حکومت په دې تړاو کره شميرې او معلومات په واک کې نه لري.

دا مهال څه باندې ۱۵۰ هندو او سیک کورنۍ په کابل، ۲۰۰ په ننګرهار او شمیر نورې په خوست، غزني او نورو ولایتونو کې ژوند کوي، چې ځینې یې په دې وروستیو کې د ناامنیو او نورو ګواښونو له امله هند ته پناه وړې ده.

XS
SM
MD
LG