د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سیک له غاصبینو خپلې ځمکې بېرته ترلاسه کړې


دلیپ سنګ وايي د خپلو ځمکو شرعي قباله یې لرله، خو زوروکانو ترې په زور اخیستې وه
دلیپ سنګ وايي د خپلو ځمکو شرعي قباله یې لرله، خو زوروکانو ترې په زور اخیستې وه

د لیپ سنګ د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دلیپ سنګ وايي درې کاله مخکې د نا امنیو له کبله د سرخرود ولسوالۍ د ادم خیلو له کلي څخه ووت او جلال اباد ښار ته راغی.

هغه وايي له کلي تر وتلو ورسته سیمه ایزو زورواکانو یې په ادم خیلو او شمشپور کې ځمکې غصب کړي.

وايي دی له هماغې ورځې راهېسې یې د خپل جایداد د ترلاسه کولو هلې ځلې پیل کړې وې. هغه په عدلي څانګو کې ځینې چارواکي تورنوي چې له غاصبینو سره یې لاس درلود چې له کبله یې هغه د خپلو جایدادونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی و.

خو اوس د ننګرهار چارواکي وایي له یو لړ تحقیقاتو او پلټنو وروسته د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۱۵- سرطان ۲۴) د دلیپ سنګ ۲۰ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته وروسپارله.

نوموړي امریکا غږ ته وویل "شرعي قباله لرم او بې ځایه دعوه نکوم. دا خلک نپوهیږي، خو د کلي ټول سړي او ښځې راغلل او شاهدي یې ورکړه. موږ له خپلو ځمکو لاسونه وینځلي وو او د بېرته ترلاسه کولو هیله مو نه درلودله خو هغو وشرمېدل، قضا ته راغلل، ګوته یې ولګوله او وویل چې ځمکه بېرته راسپاري."

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د سیکانو او هندوانو غصب شوې ځمکې له غاصبینو خلاصې کړي.

د ننګرهار د سرخرود ولسوال هجرت الله رحماني امریکا غږ ته وویل چې د دغې ولسوالۍ د سیکانو او هندوانو غږ چا نه اورېده.

هغه وایي" ما دا موضوع تعقیب کړه. شرعي اسناد یې لرل، د هغوی اسناد مې له قاضي سره شریک کړل، د قضا پرېکړه مو واخیسته، پولیس مې سیمې ته واستول او د دلیپ سنګه ځمکه مو بېرته وروسپارله."

ښاغلي رحماني په ننګرهار کې مېشت ټول سیکان او هندوان وهڅول که ځمکې یې غصب شوې وي، حکومت ته دې مراجعه وکړي.

په ننګرهار کې چارواکي وایي په دې برخه کې جدي اقدام کوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي "که اهل هنود عریضې وکړې، موږ یې د ځمکو په بېرته نیولو کې اقدام کوو."

په ننګرهار کې مېشت سیکان او هندوان ادعا لري چې په مشرقي ولایتونو کې یې زورواکانو ۲۰۰ جریبه ځمکه غصب کړې ده. دا پرمختګونه داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې ډېر سیکان او هندوان له افغانستان څخه ووتل.

تېرکال د جلال اباد په ښار کې په یو ځانمرګي برید کې شاوخوا ۲۰ سیکان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG