د مالیې وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د افغان هندوانو او سکهانو د مذهبي عبادت ځایونو د بیارغولو لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د شنبې په ورځ «سلواغې ۱۹مه» امریکا غږ ته وویل چې یادې پیسې د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د افغانستان د ملي بودجې څخه ورته ځانګړي شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغان هندوانو او سکهانو دغه مذهبي عبادت ځایونه به په کابل، ننګرهار، خوست، پکتیا، غزني او د افغانستان په جنوب کې و رغول شي.
ښاغلي مسجدي زیاته کړه چې مالیې وزارت لومړی د افغان هندوانو او سکهانو سره مشوره کوی چې د هغوی تر مشورې وروسته به یې کارونه پیل شي.
هغه وویل: "دا چې کوم ځایونه رغول کیږي، له دوی سره مستقیمه مشوره کیږي او د دوی لومړیتوبونه به په نظر کې نیول کیږي، دوی به وايي چې کوم یې اول او کوم یې دوهم دی، حکومت ورته بودیجه ځانګړې کړې ده، د دوی له استازو سره کار کیږي، موږ ورسره همکاري کوو او هغه به بیا رغول کیږي."
په افغانستان کې مخکې ګڼ شمېر افغان هندوانو او سکهانو ژوند کوئ، خو د وروستیو څلورو لسیزو جګړو له امله ګڼ شمېر یې له دغه هیواد څخه ووتل.
تر دې مخکې هم افغان سکهانو او هندوانو د خپلو مذهبي مراسمو تر سره کېدو لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله شکایتونه کړي و.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې تېر کال هم د افغان هندوانو او سکهانو د مذهبي عبادتځایونو د بیارغولو لپاره ۲میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي وې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې روانه میاشت د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د بودجې طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړه.
د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ۴۲۸ میلیارډه افغانۍ ده چې ۱۳۹ یې میلیارډه افغانۍ یې پراختیايي او پاتې ۲۸۹ ملیارډه افغانۍ یې عادي بودیجه ده.
یاده بویجه تر دا مهاله د ولسمشر غني لخوا نه ده توشیح شوې.