د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پر کندهار د پاکستان د توغندي بریدونو په اړه څېړنه کوي


د افغانستان د ملي امنیت شورا د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ پر ځینو سیمو باندې د پاکستان د توغندیو د بریدونو په اړه چې په کې یو شمیر ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې څېړنه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د اګست په دویمه (زمري ۱۲) په ټویټر کې لیکلي چې د پېښې په اړه د پلټنو لپاره د دغې شورا د مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی حکومتي پلاوی کندهار ته تللی دی.

د ملي امنیت شورا ویلي چې دغه پلاوی به په کندهار کې د پاکستان د توغندي بریدونو او د پاکستاني نظامیانو له لوري د تاوتریخوالي او جګړې د پیلولو په تړاو څیړنې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د کندهار ولایت په ځینو برخو باندې د پاکستاني نظامیانو د توغندیو په بریدونو کې ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت د تیرې جمعې په ورځ د جولای په ۳۱مه (زمري ۱۰) وویل چې پاکستاني نظامیانو د پنجشنبې په ورځ د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د توغندیو بریدونه په کلکه غندلی او په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې د پېښې د لامل معلومولو او ورته د رسیدنې په برخه کې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په راتلونکې کې د ورته خونړیو پېښو د مخنیولي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې د ډیورڼډ کرښې په اوږدو کې په کونړ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د وروستیو پېښو پر څیړلو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG