د لاس رسي وړ اتصالات

د جنجالي رایو د تفتیش لومړنۍ چارې پیلېږي - انتخاباتو کمېسیون


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په همکارۍ یې د جمهوري ریاست انتخاباتو د جنجالي رایو د تفتیش او بیاشمیرنې لومړني کارونه یې پیل کړي دي.

د استینافي اعتراضونو په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د فیصلو له اعلان یوه اونۍ وروسته، دواړو انتخاباتي کمېسیونونو د چهارشنبې په ورځ د جنجالي رایو د تفتیش او بیاشمیرنې لپاره د دغو رایو د سمپل اخیستلو د څرنګوالي په تړاو سلامشورې پیل کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د فیصلې پر اساس، د ۱۳۷زره مشکوکو رایو ۱۰ فیصده او له وخته بهر د ۱۰۲زره رایو ۱۵ فیصده د سمپل یا نمونې په توګه اخیستل کېږي او له هغې وروسته تفتیش کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات امریکا غږ ته وویل: "وروسته له هغې به تطبیقات پیلېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمن دی، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون فیصلې په درست ډول سره تطبیق او پلې کړي او په دې برخه کې هیڅ ستونزه او مشکل نه لیدل کېږي".

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د فیصلې پر اساس، د جنجالي رایو د سمپلونو له تفتیش او بیاشمېرنې وروسته که چېرې ۶۵ فیصده یې ټاکل شوي انتخاباتي معیارونه پوره کړي نو معتبرې ګڼل کېږي او که چېرې معیارونه یې پورنه نکړل نو ټولې جنجالي رایې به له سره تفتیش او بیا وشمېرل شي.

د دغه کمېسیون یو ویاندې زرمینه کاکړ امریکا غږ ته وویل، ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو کمېسیون د چهارشنبې په ورځ د دغو رایو تفتیش پیل کړي، خو د سمپلونو د اخیستلو د څرنګوالي په تړاو د ابهاماتو له امله وځنډېد.

هغې وویل: "له همدې کبله نن د ټاکنو کمېسیون او د شکایاتو کمېسیون رهبري هیات همدا اوس یوه غونډه لري او په دې غونډه کې به معلومه شي، چې په کومو مواردو کې به سمپل اخیستنه کېږي، نن د سمپل اخیستنې موضوعات حل کېږي او کیدای شي چې سبا د ټاکنو کمېسیون ځانګړی تفتیش پیل کړي".

همداشان انتخاباتي کمېسیونونو، د دوه زره او ۴۲۳ محلونو د غیربایومتریکه رایو په تړاو د استثنايي شکایتونو په اړه هم فیصله کړې ده.

د دغې فیصلې په اساس، د نمونې په توګه د ۲۹۸ محلونو رایې بیا شمیرل کېږي او که چېرې د دواړو کمېسیونو د طرزالعملونو پر بنسټ منل شوي معیارونه پوره کړي نو معتبره ګڼل کېږي او په هره کچه چې لازم معیارونه ونلري، باطلې پېژندل کېږي.

د انتخاباتو کمېسیون تمه لري، چې دا ټول اقدامات په یوه اونۍ کې ترسره او د جمهوري ریاست انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي.

له انتخاباتو څخه د څار بنسټونو د انتخاباتي چارو د همغږي کولو په برخه کې د دواړو کمېسیونونو له ګډو هڅو څخه په هرکلي، هیله ښودلې، چې دا اقدامات د وروستیو نتایجو اعلان ته د لارې د هوارولو لامل شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ (فیفا) ویاندې سیمرا رسا امریکا غږ ته وویل: "همدارنګه د شکایتونو کمېسیون او ټاکنو کمېسیون چې په دې ورځو کې یې غونډې درلودې، د پروسې د یو ښه تګلارې د پیدا کولو لپاره موږ له هغې استقبال کوو او په دې خوشبین یو، چې ان شاالله یو ښه پایله ولري او د هغوی تصمیم د ټولو طرفونو د قناعت وړ وګرځي".

د انتخاباتي کمېسیونو د ولایتي دفترونو د مسولینو ترڅنګ، تاکل شوې چې په ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې لپاره دواړه کمېسیونونه خپل پلاوي هم ولایتونو ته واستوي. دغه راز د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو د پریکړو پر اساس د نتایجو فورمې هم له کابل څخه ولایتونو ته استول کېږي.

له انتخاباتو څخه د څار بنسټونه وايي، چې د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې پروسه زیات وخت ته اړتیا لري او له همدې امله ښايي دا بهیر لاپسې اوږد شي.

XS
SM
MD
LG