د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني: لویدیځې رسنۍ د افغانستان په اړه منفي راپورونه ورکوي


د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني د امریکا په یو شمیر رسینو کې د افغانستان په اړه خپرو شویو راپورنو ته به غبرګون کې وايي، چې نړیوالې رسنۍ د افغانستان د مثبتو اړخونو پر ځای ډیر د منفي مسلو په اړه راپورونه ورکوي.

آغلې غني چې د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۱مه) په امنیتي سکتور کې د ښځو د ونډې په تړاو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د یو شمیر امریکایي رسنیو د راپورونو په اساس په تیرو شاوخوا نولسو کلونو کې متحده ایالاتو په افغانستان کې ۲۰۰۰ میلیارد ډالره لګولي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

هغې د امریکا دوو معتبرو رسنیو نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ کې خپرو شویو مقالو ته په اشارې وویل: "په افغانستان باندې زیاتې پیسې مصرف شوي دي، خو دوی داسې ښيي لکه چې دې پیسو هیڅ ګټه نه ده کړې او همداشان ۲۴۰۰ امریکايي عسکر چې له منځه تللي د دوی مرګ هم هیڅ ګټه نه ده کړې".

د افغانستان لومړۍ میرمنې دغو مقالو ته په غبرګون کې وویل، چې بهرنۍ رسنۍ په افغانستان کې له مرګ‌ژوبلې، جګړې او ورانیو پرته د نورو اړخونو په اړه راپورونه نه ورکوي.

آغلې غني له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا او ناټو غړو هیوادونو مرستې ګټورې وبللې او وې ویل: "موږ له امریکا او ناټو هیوادونو مننه کوو، چې دلته راغلل او له موږ سره یې مرسته وکړه، مننه کوو چې موږ ته یې فُرصت راکړ او د افغانستان حکومت ته یې یو ټینګ بنسټ ورکړ، اوس موږ کولی شو چې د دغه بنسټ له لارې یو هوسا او ډېر پرمختللی هیواد جوړ کړو".

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان باندې د امریکا د ۲۰۰۰ میلیارد ډالرو مصرف شویو پیسو له جملې یوازې ۱۲۱ میلیارده یې د افغانستان په امنیتي، اقتصادي او مخدره موادو سره د مبارزې په برخو کې لګول شوي او لویه برخه یې امریکا په خپلو عسکرو او تجهیزاتو لګولې ده.

د امریکا متحده ایالاتو، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو د القاعده شبکې له بریدونو وروسته، د دغې شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید وکړ.

له تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو راهېسې امریکا په افغانستان کې ځواکونه لري او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.

په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG