د لاس رسي وړ اتصالات

'کندز کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۲۱ طالبان وژل شوي'


ارشیف
ارشیف

تېره شپه د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ ښار ته نزدې ځینې سیمې اسماعیل قشلاق او دهقان قشلاق سیمې د جګړو په نتیجه کې تنیولې وې.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې تیره ورځ دغه ولایت ته د ملي اردو ځانګړي ځواکونه رارسیدلي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د اسماعیل قشلاق او دهقان قشلاق سیمې بیرته له وسله والو طالبانو نیولي دي.

هغه زیاتوي چې په جګړه کې تر ۲۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو وسلې او تجهیزات افغان ځواکونو نیولي دي.

نوموړی وايي چې کندوز ته ځانګړې قواوې رارسیدلي دي او پر مخالفینو به عملیاتو ته دوام ورکوي.

د دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تېره شپه د امام صاحب په ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې وسله والو مخالفینو غوښتل د دغې ولسوالۍ په ځینو نورو سیمو هم جګړه وکړي چې د هوايي ځواکونو له خوا پرې بریدونه شوي چې د قاري احمدي او حقاني په نومونو دوه قوماندانان یې هم په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې د خان اباد او علي اباد ولسوالیو تر منځ هغه سرک چې د بدخشان او تخار خلک پرې کابل ته تګ راتګ کوي، ځای پر ځای په کې وسله وال طالبان تالاشي کوي.

هغه زیاتوي چې په دغه لار باندې د افغان ځواکونو امنیتي پوستې چې تر منځ یې واټن زیات دی د مخالفینو د دغۍ تالاشۍ مخه نیول ورته ستونزمن دي خو بیا هم دوي د دغې لارې د امن کولو لپاره د ملي اردو ګزمې پیل کړي دي.

د تخار او کندوز امنیتي وضعیت په اړه ورځ په ورځ د خلکو اندیښنې زیاتیږي. د کندوز د شنې تپې یو تن اوسیدونکی زلمي (مستعار نوم) وايي چې د لویو لارو په اوږدو کې وسله وال طالبان تالاشي کوي او هغه موټر چې د دوي په تالاشۍ په ناپامۍ کې تیریږي ډزې پرې کوي.

هغه زیاتوي چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د شنې تپې په سیمه کې پر یو ملکي موټر دزې کړي چې په نتیجه کې د همدغې سیمې یو تن ډاکټر وژل شوی او د هغه بل ملګری ټپي شوی دی.

په امام صاحب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته د وراوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG