د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند او کندهار کې د طالبانو تازه بریدونه


د هلمند په مرکز لښکرګاه دریمه حوزه کې لاهم د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

عیني شاهدان وايي وسله وال طالبان هڅه کوي چې د لښکرګاه زراعتي ځنګل ته ننوځي او له هغه څای څخه د ښار او د والي دفتر تر بریدونو لاندي ونيسي، خو حکومتي قواوې له پرون راهیسې ورسره جګړې ته دوام ورکړی.

د لښکرګاه ښار دولتي ځنګل چې په ونو پوښل شوی او تفریحي ساحه ده د والي د دفتر او دولتي ميلمستون په څنګ کې موقعیت لري چې ترمنځ يې دهلمند سیند تېر شوی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د لښکرګاه ښار د دریمي حوزې د تازه نښتو په اړه وايې چې افغان ځواکونو په سیمه کې پوځي عملیات پيل کړي او تيره شپه يې پر وسله والو هوايي بریدونه هم کړي.

نوموړي امریکا غږ ته وويل چې وسله والو طالبانو له پرون ورځي راهیسې په سیمه کې خپل حرکتونه پيل کړي وو چې افغان ځواکونو يې پرضد عملیات پيل کړي.

ښاغلي ځواک وويل: "تیره ورځ وسله والو طالبانو په بولان سیمه کې چې د دریمي حوزې اړوند ساحه ده، تحرکات لرل خو افغان ځواکونو سیمه کې پروخت اقدام وکړ پوستې يې ځای پر ځای کړي او فعلآ هم هلته عملیات روان دي تېره شپه پر وسله والو څو ځایه هوايي بریدونه شوي ۲۵ وسله وال پکښې وژل شوي، دغه راز ۵ افغان سرتیري په نا امنیو کې تپیان شوي او یوتن وژل شوی".

د هلمند د جګړو څخه ۱۴ ورځی تیریږي خو لاهم د دې ولایت له مرکز لښکرګاه عمومي لار او دغه راز د کندهار – هرات لویه لار د هلمند په اړوند سیمو کې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

په دغو جګړو کې د ملکي تلفاتو په اړه د هلمند روغتیايي چارواکې وايې چې تر ۴۰ زیات جسدونه او ۲۸۰ تنه هم ټپیان په لښکرګاه ښار کې روغتونو ته وړل شوي چي ښځي او ماشومان هم په کې شامل دي.

میوند کې جګړه

بلي خواته د کندهار امنيتي مقامات وايې چې له هلمند ولایت سره په ګاونډ کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد پوځي عملیاتو کې تيره شپه ۵۴ وسله وال طالبان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي اشنا رادیو ته وويل چې د هلمند له جګړې سره هم‌مهاله د کندهار په سرحدي ولسوالیو کې هم د طالبانو بریدونه زیات شوي چي افغان ځواکونو يې مخنیوی کړی.

هغه وويل: "تېره شپه د میوند ولسوالۍ په کوکه کارېز او میراخور سیمو کې چې له هلمند ولایت سره نږدې پرتې دي ګډو افغان ځواکونو د وسله والو د بریدونو په غبرګون کې عملیات کړي چي ټولټال ۵۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۰ تنه نور يې ټپیان شوي".

د بارکزي په وینا د طالبانو زیاته اندازه وسله هم له منځه تللې او د وژل شویو وسله والو جسدونه نن سهار ځايي ولسي مشرانو ته سپارل شوي.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند او د کندهار د جګړو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG