د لاس رسي وړ اتصالات

د حج او اقافو وزارت: افغان زیارت‌کوونکي دې عراق ته له تلو ډډه وکړي


د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په عراق کې د اعتراضونو پر دوام له ټولو شیعه زیارت‌کوونکو څخه غوښتي، چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د دغه وزارت د نشراتو رئیس او ویاند فضل محمد حُسیني امریکا غږ ته وویل، چې په بغداد کې د افغانستان د سفارت په غوښتنه، د حج او اوقافو وزارت له ټولو زیارت‌کوونکو څخه غوښتنه کړې، چې تر بلې خبرتیال عراق ته سفر ونکړي.

هغه زیاته کړه، چې دا تصمیم یې د افغان زیارت‌کوونکو د خوندیتوب لپاره نیولی دی: "اعتراضونه د مقدسو ځاینو لکه نجف نږدې ته رسېدلي دي، لاریون ډېر پراخ دی، سبا خلک د لوی لاریون لپاره تیاری نیسي، په دې لاریون کې خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي و د افغان زیارت‌کوونکو لپاره ستونزې زیاتې دي".

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی، چې د اعتراضونو د نوې څپې له پیلېدو سره د عراق امنیتي او سیاسي وضعیت ترینګلی دی او د پیشبینۍ وړ نه دی.

د روان کال د اکتوبر له ۲۵مې څخه تر اوسه په عراق کې د دولت ضد لاریونونه دوام لري. اعتراض کوونکو د عراق دولت او لوی سیاسي ګوندونه پر فساد او کمزوري مدیریت تورن کړي دي او د دغه هیواد په حکومتوالۍ کې یې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

په عراق کې له تاوتریخوالي ډک د وروستیو اونیو په لاریونونو کې لږ تر لږه ۲۶۷ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

هر کال زرګونه شیعه زیارت‌کوونکي د زیارت لپاره عراق ته ځي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حُسیني اربعین د کمېټې د شمېرو په اساس، د روان هجري قمري کال په صفر میاشت کې، تر ۴۰زره زیاتو افغانانو عراق ته سفر کړی دی.

XS
SM
MD
LG