د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهره کوونکو د بغداد عمده لارې بندي کړي


د عراق له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې
د عراق له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې

عراقي مظاهره کوونکو نن د یکشنبې په ورځ نومبر ٣ د اور په بلولو سره د بغداد عمده لارې بندې کړي دي.

دغه نوې مظاهرې یوه ورځ وروسته له هغې پیل شوې چې د تحریر په میدان کې د اعتراض کوونکو د غونډې په ترڅ کې یو کس ووژل شو او څه دپاسه ٢٠٠ ټپیان شول.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د عراق امنیتي ځواکونو پر مظاهره کوونکو د پوځي ډوله اوښکې بهونکو بمونو په چاولو سره زیات شمیر اعتراض کوونکي ټپیان کړي دي.

د عراق امنیتي او روغتیایي مقامات وایي د مظاهرو په جریان کې چې تیره میاشت پیل شوي تر اوسه لږ تر لږه ٢٢٥ تنه مړه شوي دي.

تیره ورځ هم د عراق د حکومت له لورې د مظاهره کوونکو د ځپلو په غبرگون کې مظاهرې وشوې.

عراقیانو چې اکثریت یې ځوانان دي په هیواد کې د اداري فساد، په لوړه کچه بیکارۍ او د کمزورو روغتیایي خدمتونو په اعتراض کې په مظاهرو لاس پورې کړی دی.

داسې اندیښنې شته چې په عراق کې د مظاهره کوونکو په وړاندې تاوتریخوالی کیدای شي د ایران او د هغه د محلي وسله والو متحدینو د غبرگون سره مخامخ شي.

په لبنان کې ورته مظاهرو ایران له ازمون سره مخامخ کړی ځکه تهران د دواړو عراق او لبنان حکومتونو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG