د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لس میلیارده افغانۍ نوي بانکنوټونه چاپوي


د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره وايي چې د لس میلیارده افغانیو نوي بانکنوټونو د چاپولو پروژې داوطلبي یو پولنډي شرکت ګټلې ده.

د دغې ادارې ویاند رامین ایاز امریکا غږ ته وویل چې د دغې پروژې مجموعي ارزښت ۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي او د داوطلبۍ په پروسه کې یې څلورو شرکتونو ګډون درلود، چې د تر ټولو ټیټې بیې وړاندیز د PWPW په نوم یو پولنډي شرکت وکړ.

ټاکل شوې چې د دغې پروژې د تړون له لاسلیکېدو وروسته، پولنډی شرکت ۳۸۰ میلیونه قطعې بانکنوټونه چې په کې لسګون، شلګون، پنځوسي او سلګون شامل دي چاپ کړي.

رامین ایاز زیاته کړه: "تقریباً ۱۵۰ میلیونه قطعه یې لسګون ده، ۱۵۰ میلیون قطعه یې شلګون ده، ۵۰ میلیون قطعه یې پنځوسګون ده او ۳۰ میلیون قطعه یې سلګون ده".

د ښاغلي ایاز په وینا ټاکل شوې چې د دغو بانکنوټونو چاپول له شپږو څخه نیولې تر اتلسو میاشتو بشپړ او افغانستان ته وسپارل شي.

د افغانستان بانک وايي چې د ملي تدارکاتو ادارې ته یې د نویو بانکنوټو د چاپولو وړاندیز د پیسو د زیرمو د پیاوړتیا لپاره کړی دی.

د افغانستان بانک ویاند شریف‌الله شګیوال امریکا غږ ته وویل چې په اوس وخت کې ۲۵۹ میلیارده افغانۍ د افغانستان په کورني مارکېټ کې په دوران کې دي، چې اته فیصده یې وړې افغانۍ دي.

د افغانستان بانک په داسې حال کې د نویو بانکنوټونو د چاپلو وړاندیز کړی چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان په یو شمیر ختیځو او جنوبي ولایتونو کې، د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د پاکستاني روپیو د استعمال د مخنیوي لپاره له افغانیو څخه د استفادې کمپاین دوام لري، چې دې مسلې په بازار کې د وړو بانکنوټونو د کموالي له امله خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

خو ښاغلي شګیوال وویل چې اوس دا ستونزه حل شوې ده "په ننګرهار، خوست او غزني کې لومړیو ورځو کې ستونزه وه، خو له هغې راهیسې چې کمپاین شروع شوی د افغانستان بانک سلګونه میلیونه افغانۍ لېږلي دي، چې ډېره برخه یې عمدتاً واړه بانکنوټونه وو".

په بازار کې د راکړې ورکړې پر مهال تر ډېره د افغانیو له وړو بانکنوټونه لکه لسګون، شلګون، پنځوسي او سلګون څخه استفاده کېږي، چې له همدې امله ژر زړېږي او له منځه ځي.

XS
SM
MD
LG