د لاس رسي وړ اتصالات

فیروزي دوه میاشتو کې ۱۴ میلیون ډالره پور پرې کړی


د کابل‌ بانک د تصفیې کمېټه وايي، چې د دغه بانک پخواني ونډ‌ه‌وال خلیل‌الله فیروزي له زندان څخه کور ته له انتقالېدو وروسته، د خپلو پورونو یوه برخه پرې کړې ده.

د دغې کمېټې چارواکو له جمهور رئيس غني سره په لیدنه کې ویلي، چې ښاغلي فیروزي د کابل بانک د تصفیې مدیریت ته ۱۴ میلیونه ډالر ورکړي او د ۱۸ میلیون ډالرو د ترلاسه کولو کار هم نهايي شوی او ژر به حکومت ته وسپارل شي.

خلیل‌الله فیروزي، چې په ۱۳۹۳ کال کې د اختلاس او د تورو پیسو د سپینولو په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شوی وو، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له امله، له زندان څخه کور ته انتقال شو او تر نظارت لاندې دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، چې ښاغلی فیروزي په شپږو میاشتو کې د خپل نیمايي پور د ورکولو ژمنه کړې ده او که چیرې په خپلو ژمنو کې پاتې راشي او یا روغتیايي حالت یې ښه شي بیرته به زندان ته انتقال شي.

د کابل‌ بانک د تصفیې کمېټې کور ته د ښاغلي فیروزي د انتقالولو پر مهال ویلي وو، چې نوموړي په درېیو پړاونو کې ۶۵ میلیون ډالره، چې په کې ملکیتونه او نقدې پیسې شامل دي، خپل پور پرې کړی دی.

د محکمې د پریکړې په اساس ښاغلی فیروزي ۱۳۷ میلیون ډالره له افغان حکومت څخه پوروړی دی.

د کابل بانک د تصفیې کمېټې همدا شان ویلي، چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې د کابل بانک له یو شمیر نورو پوروړو څخه هم ۲۵ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

XS
SM
MD
LG