د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت نن نژدې ۹۰۰ نور طالب بندیان آزادوي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې افغان حکومت نژدې ۹۰۰ نور طالب بندیان له خپلو زندانونو څخه آزادوي.

له هغه وروسته چې تېره ورځ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ، تر اوسه ۱۰۰ طالب بندیان د بګرام له زندان څخه خوشې شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د سې‌شنبې په ورځ د مې په ۲۶مه (غبرګولي شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې نن نژدې ۹۰۰ نور طالب زندانیان هم د افغان دولت له خوا د سولي هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره خوشې کېږي.

ښاغلي فیصل دغه راز په یوې خبري غونډه کې وویل چې طالبانو د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په دې تړاو جوړ شوی مهالویش یې نقض کړی دی.

هغه زیاته کړه: د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه اسیران چې دوی (طالبانو) ادعا کوي چې له دوی سره دي تول دې خوشې کړي".

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په اختر کې د طالبانو له لوری د اوربند د اعلان په ځواب کې د ښه نیت ښودلو په موخه به ۲۰۰۰ نور طالب بندیان خوشې کړي.

د طالبانو د بندیانو پروسه وروسته له هغې یو ځل بیا پیل شوه چې تیره اونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له جمهور رئیس غني سره په خپله وروستۍ لیدنه کې د طالب بندیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړ.

طالبانو د افغان حکومت له دغه اقدام څخه په هرکلي ویلي چې له دوی سره په بند کې به د افغان حکومت زندانیان خوشې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د افغان حکومت دا پرېکړه ستایلې ده.

افغان حکومت تر دې مخکې هم ۱۰۰۰ طالب جنګیالي خوشې کړي وو او طالبانو هم لسګونه افغان سرتېري له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.

د طالب زندانیانو خوشې کول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده. دا تړون د فبرورۍ په میاشت کې د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو چې له مخې به یې ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ تنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین خوشې کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.

خو افغان حکومت هغه وخت کې ویلي وو چې په یو وارې ۵۰۰۰ طالب بندیان نه خوشې کوي او د ټولو بندیانو د خوشې کولو په اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG