د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو توافق او مکلفیت نه لرو


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي تر هغې چې طالبان زر تنه افغان امنیتي ځواکونه چې د دغې ډلې په وینا په خپل اسارت کې لري خوشې نه کړي، طالب بندیان به هم د افغان حکومت له زندانونو څخه آزاد نشي.

د دغې شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ د مې په ۱۴مه (غويي ۲۵) وویل طالبان په قصدي ډول غواړي چې له افغان حکومت سره د زندانیانو د تبالې بهیر له ځنډ او د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخامخ کړي.

ښاغلي فیصل ټینګار وکړ: "تر هغو چې طالبانو زموږ ټول زندانیان خوشې کړي نه وي، موږ اړ نه یو چې له دومره تاوتریخوالي سره سره د طالبانو زندانیان خوشې کړو، په دې اړه موږ نه کوم توافق لرو نه هم مکلفیت لرو".

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي وو چې افغان حکومت تر اوسه ۱۰۰۰ طالب بندیان آزاد کړي او په مقابل کې یې طالبانو ۱۷۱ بندیان خوشې کړي چې له دې شمېرې ۱۰۵ تنه یې د افغان ځواکونو منسوبین دي.

افغان حکومت د زندانیانو د تبادلې په تړاو دا دریځ وروسته له هغې غوړه کړی چې په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خونړي بریدونه ترسره شول.

که څه هم طالبانو په کابل او ننګرهار کې په دوو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي خو دغې ډلې د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ننني موټربم برید مسولیت منلی دی. په دغه برید کې کې لږ تر لږه پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او د افغان حکومت له خوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو په بند کې د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول د امریکا – طالبانو د سولې د تړون مهمې برخې دي.

د افغانستان جمهور رئیس د سولې پروسې کې د پرمختګ او کروناویروس سره د مبارزې په موخه د تېر لمریز کال د کب په ۲۰مه د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ.

د دغه فرمان له مخې ټاکل شوې وه چې په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه آزاد شي.

XS
SM
MD
LG