د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي ووژل شو


د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي د مقناطيسي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

پېښه نن سهار د هلمند په مرکز لښکرګاه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل چې امنيتي ادارې د پېښي د څرنګوالي په اړه تحقيقات کوي.

هغه وویل: "بدبختانه نن سهار د ازادی راديو د خبريال الياس داعي پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې دی په کې شهيد شوی".

ښاغلي ځواک زیات کړه چې په پېښه کې د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي او دوه کسه نور ټپیان شوي دي.

په هلمند کي د خبريالانو د ټولنې رئیس زين الله ستانګزي امریکا غږ ته وویل چې داعي او ورور يې نن سهار له کور څخه د پريس کلب په لور د تګ په حال کې وو چې د سپرلۍ پر موټر يې د مقناطيسي ماين چاودنه شوې.

هغه وويل چې د داعي جسد اوس په ايمرجنسي روغتون کې دی: "داعي او ورور يې مجتبی په موټر کي وو چې چاودنه پر شوې موږ خبريالان ټول د روغتون مخ ته ولاړ يو".

په افغانستان کې د ازادۍ راډیو مشر سمیع مهدي تائید کړې چې الیاس داعي نن سهار په یو تروریستي برید کې وژل شوی.

هغه په خپل ټویټر لیکلي: "زما همکار او خوږ ملګري الیاس داعي نن سهار په لښکرګاه کې په یو تروریستي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه نیک سړی و. تل یې په خوله مسکا درلوده. دا یو ویرونکی خبر دی".

الياس داعي په هلمند ولايت کې له تيرو لسو کلونو راهيسې له ازادی راډيو سره د خبريال په توګه دنده لرله.

نوموړی د خپلي دندې پر مهال يو ځل د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ګواښل شوی هم و.

جنوبي ولايتونه د خبريالانو لپاره له ګواښ څخه ډکې سيمې بلل کيږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پېښه غندلې او د افغانستان له رسنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه په یو ټويټ کې ویلي: "په دې کې هیڅ شک نشته چې د وژنې دې بد عمل ترشا زموږ د رسنیو دښمنان دي".

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) په یوې اعلامیه کې د افغان خبریالانو د نه خوندیتوب په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د نی په اعلامیې کې راغلي: "د افغانستان حکومت په وار وار د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب په اړه د برنامو خبره کړې ده چې تراوسه یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې".

دغې ادارې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د پېښې عاملین تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

دا برید په داسې مهال شوی چې تیره ورځ د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې د افغانستان د استخباراتو د ادارې د معلوماتو په اساس طالبان تصمیم لري چې په لویو ښارونو کې د مدني ټولنې فعالان او اسانه موخې په نښه کړي.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې لیکلي: "د طالبانو په نظر هغه وژنې چې د ټولنې عاطفه او احساس زیانمنوي له حکومت څخه د خلکو د نارضایتۍ لامل کېږي. زه دا خبره د ډار او ویرې د خورولو لپاره نه کوم بلکې غواړم د استخباراتي معلوماتو په اساس تاسې د دښمن د ماهیت په اړه خبر کړم".

په روانه اونۍ کې الیاس داعي دویم افغان خبریال دی چې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل کېږی. د شنبې په ورځ په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش هم په ورته برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG