د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره خبرو کې د بیان ازادۍ خوندیتوب ته باید پام وشي- د خبریالانو کمېټه


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې لا شته
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې لا شته

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي افغان حکومت باید له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو کې د بیان ازادۍ خوندیتوب ته پوره پام وکړي.

د یادې کمېټې مشر نجیب شریفي نن یکشنبه جولای ۱۹(چنګاښ ۲۹) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د بیان ازادۍ ته د طالبانو نه ژمنتیا او د حکومت په مذاکراتي پلاوي کې د خبریالانو د استازو نشتون هغه څه دي چې دوی د بیان ازادۍ د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "... د حکومت لخوا په ټاکل شوي پلاوي کې د رسنیو یو استازی هم نه لرو، دا د جدي اندېښنې وړ ده، که د سولې خبرو جریان کې د بیان ازادي تضمین نشي دا به د افغانستان د شاته تګ په معنی وي، په همدې خاطر موږ له حکومت څخه غواړو چې په دې برخه کې جدیت وښيي."

ښاغلي شریفي وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د بیان ازادۍ د خوندیتوب په هدف یې یوه ستراتيژي جوړه کړې او ټولو ته سپارلې ده.

پر همدې مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي چې حکومت به د سولې خبرو کې د بیان له ازادۍ څخه په ټول قوت دفاع وکړي.

د افغان خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر همدارنګه وویل چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ قضیې یې ثبت کړي دي.

هغه زیاته کړه چې په ثبت شوو پېښو کې دوې قضیې د قتل، ۱۱ د ټپي کېدو، شپږ د وهلو ټکولو، ۹ د سپکاوي، اووه د ګواښلو، څلور د اختطاف، درې د غلا او یوه قضیه هم د یوې رسنۍ د مدیر د نادرست چلند په اړه ثبت شوې ده.

ښاغلي شریفي وویل چې د افغان خبریالانو په وړاندې د تر سره شوي تاوتریخوالي تر ټولو لویه برخه د وسله والو طالبانو او داعش ډلې لخوا تر سره شوې چې په وینا یې د تر سره شوي تاوتریخاوالي د ۱۸سلنې مسؤلیت وسله والو طالبانو او داعش ډلې ته متوجه دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمټې مشر همدارنګه وویل چې د پاتې نور تاوتریخوالي له ډلې۱۳ سلنه یې حکومت پلوه کسانو، درې سلنه زورواکانو، دوه سلنه غلو، ۵ سلنه ناڅرګندو کسانو او یو سلنه هم د یوې رسنۍ د مدیر مسؤل نادرست چلند ته متوجه دی.

اطلاعاتو ته لاسرسي برخه کې ستونزې

هغه همدارنګه وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې لا پر خپل ځای پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه:"غواړم دا یو ځل بیا تکرار کړم چې اطلاعاتو ته د لاس رسي برخه کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي... په دې برخه کې زه له حکومتي چارواکو غوښتنه کوم چې په دې برخه کې جدي کار وکړي."

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي همدارنګه وویل چې د کرونا وبا له امله هم یو شمېر رسنۍ تړل شوي چې له امله یې ګڼ کار کوونکي هم بېکاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG