د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بانک په چارو کې د 'لاس وهنې' په اړه اندیښنې


د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د افغانستان بانک وايي، چې په هیواد کې د ټولو بانکي او اسعاري معاملو په اړه پریکړې یوازې دا بانک کوي.

د طالبانو د حکومت په چوکاټ کې دغه بانک یو چارواکي حسیب الله نوري د افغانستان بانک د ټویټر په پاڼه په یو ویډیوي لنډه وینا کې ویلي چې د تیرې ورځې را پدیخوا په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب چې ظاهرآ د استخباراتو د صفر۴۱ ریاست له خوا صادر شوی لاس په لاس کیږي چې ګواکی صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نشي کولی په بهرنیو اسعارو مبادلې او لیږد ترسره کړي.

ښاغلي نوري وویل: "دا مکتوب د افغانستان بانک سره د همغږۍ پرته خپور شوی دی. د یادونې وړ ده چې دا ډول موضوعات د افغانستان بانک پورې تړاو لري او هره پریکړه او تصمیم نیونه چې د مالي او بانکي سکټور د اسعاري مبادلاتو د څرګنوالي په اړه نیول کیږي د افغانستان بانک له اړخه د قوانینو او مقراراتو په رڼا کې ترسره کیږي".

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست د افغانستان بانک دغه چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم تراوسه دغه ریاست دا تائید کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی مکتوب ددغه ریاست له خوا خپور شوی او که نه.

په ټولنیزو رسنیو کې د استخباراتو د صفر۴۱ ریاست ته منسوب په غه مکتوب کې له صرافانو غوښتل شوي چې په سوداګریزو معاملو کې په مکتوب کې د ټاکل شوې اندازې څخه په زیاته اندازه پاکستاني کلدارو باندې معامله ونکړي.

حسیب الله نوري وايي، چې افغانستان بانک د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو د بیې د لوړیدو لپاره تل هڅې کړي او دا کار به ملي ګټو ته په پاملرنې دوام ورکړي.

د اقتصادي چارو یو کارپوه او د پیسو د وجهې صندوق پخوانی سلاکار طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل، هره اداره چې د افغانستان بانک سره د همغږۍ پرته د پولیو مسایلو د کنټرول په برخه کې اقدام وکړي د مرکزي بانک اعتبار ته زیان رسوي: "دا په حقیقت کې مرکزي بانک بې اعتبار کوي او ټول هغه کوښښونه چې د افغانستان بانک د اعتبار لپاره کیږي هغه بیرته په صفر کې ضربوي".

افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغانستتان بانک نږدې لس ملیارده شتمني کنګل کړه او نړيوالې ټولنې هم پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړې چې ورسره دا هیواد د لوی اقتصادي بحران سره مخ شو. خوددغو اقتصادي ستونزو سره سره د بهرنیو اسعارو په وړاندې په دغه موده کې افغانۍ تقریبا خپل ارزښت ساتلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو وروستي راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د جون د میاشتې له وروستیو د سپټمبرد تیرې میاشتې تر شپږمې ورځې پورې افغانۍ د امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت نسبتآ ساتلی دی. د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې د پخواني رژیم پر مهال د یو امریکايي ډالرپه وړاندې د افغانۍ بیه او نن د دوشنبې په ورځ د یو امریکايي ډالر په وړاندې د افغانۍ په بیه کې چندانې توپیر نه لیدل کیږي.


خو د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان روپیو ته په کتنې دا معلومیږي چې د افغانیو پرتله پاکستانۍ روپۍ د امریکايي ډالر په وړاندې خپل زیات ارزښت له لاسه ورکړی دی. د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیود بیې د ثابت ساتلو لپاره د نورو اقداماتو ترڅنګ بازار ته د افغانستان بانک له خوا وخت پر وخت د ډالرو عرضه کول شامل دي.

د اقتصادي چارو یو کارپوه عیسی قاسمي وايي، چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ثبات تر ډیره په کورني بازار کې د اړتیا وړ توکو د بیو پورې هم تړاو لري. کارپوهان وايي، چې افغانستان په بشبړ ډول یو مصرفي هیواد دی او په بازار کې د اړتیا وړ توکو بیې د دغه هیواد د پیسو ثبات اوبې ثباتۍ باندې مخامخ اغیز لري.

XS
SM
MD
LG