د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه د هوایي دهلیز له لارې چین ته ۲۰ټنه جلغوزې صادر شول 


Pine nut
Pine nut

په کابل کې د طالبانو د حکومت مقامات وايي چې له یو اوږد ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تله ۱۸) له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو د صادراتو لړۍ یو ځل بیا پیل شوه.

د چین او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلیز له لارې توکي د افغان سوداګرو او د کام ایر هوايي شرکت ترمنځ د یوې هوکړې له مخې لومړی د کابل څخه متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځای چین ته لیږدول کیږي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادرد هوايي دهلیز د پرانیستلو مراسمو ته په وینا کې وویل، چې دمخه به د افغان سوداګرو مالونه د پاکستان د کراچۍ د بندر له لارې چین ته لیږدول کیدل چې دوه میاشتې وخت به یې اخیست. خو ددغه نوي هوايي دهلیز له لارې به د افغان سوداګرو مالونه په یوه اونۍ کې د چین بازار ته ورسیږي.

ملابرادر وویل: "څنګه چې هوايي دهلیزونه د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسولو کې خورا حیاتي رول لري نو د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلیز د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي اړیکې لا قوي او زمونږ د جلغوزو تولید او پروسس به بیا پیاوړی کړي".

ملابرادر د افغانستان په څیر په وچه کې راګیر هیواد لپاره د نورو هیوادونو سره د راکړې ورکړې لپاره د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري ډیره مهمه وګڼله او ویې ویل چې د ګاونډیو هیوادونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان د توکو صادرات اکثره په سرحدونو کې د ستونزو سره مخ وي چې دا ستونزې د هوايي دهلیزونو په رامنځ ته کولو سره هواریدلی شي.

ملابرادر وویل: "زمونږ د تجارانو صادراتي او وارداتي مالونه د نورو هیوادونو په ګمرکي دروازو کې په ورځو ورځو درول شوي دي او اکثره وخت زمونږ د تجارانو مالونه خراب شوي دي او دوی ته لوی مالي زیانونه اوښتي دي".

د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونوته د افغانستان د تولیداتو د صادرولو بهیر د پخواني جمهور رئیس محمداشرف غني د کار په موده کې د افغانستان د تولیداتو د پراختیا او صادراتو د کچې د لوړیدو په هدف پیل شوی و، چې، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ مه واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم دا بهیر ودرید.

د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په سر کې افغان سوداګرو په خپل ابتکار سره چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو صادرات پیل کړل، خو د څو الوتنو وروسته دا بهیر د ځینو ستونزو له امله ودرید.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې چین ته څلور زرو ټنو پورې جلغوزي صادر شوي دي. د ښاغلي جواد د اټکل له مخې افغانستان هرکال تر ۲۵ زرو ټنو پورې جلغوزي چین ته صادروي.

دمخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکو امریکا غږ ته ویلي و، چې ددې لپاره چې پاکستاني سوداګرو د افغانستان جلغوزي د پاکستاني جلغوزو په نوم چین ته صادرول د چین له خوا دغه هیواد ته په وارداتو یې بندیز لګول شوی و.

د چین سره د دغه هوايي دهلیز د بیرته پرانیستلو دمخه د طالبانو حکومت د چین، ازبکستان او قرغزستان ترمنځ د یو تړون له مخې ددغو هیوادونو ترمنځ یو ځمکنی دهلیز هم پرانیستی دی، چې د پرانیستلو وروسته په لومړي ځل د چین څخه سوداګریز توکي تیره میلادي میاشت افغانستان ته رسیدلی و.

د چین، ازبکستان او قرغزستان ترمنځ دا ځمکنی دهلیز د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د چین او افغانستان ترمنځ د دوو میاشتو لار دوو اونیو ته راکمه کړې ده.

افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان بانک د نږدې لسو ملیاردو ډالرو د شتمنیو د کنګل کیدو له امله د دغه هیواد اقتصاد د بحران سره مخ شوی او افغان سوداګر د مالونو د اخیستلو او پلورولو لپاره د بانکونو له لارې بهر ته او له بهر څخه دننه دغه هیواد ته پیسې نشي لیږدولی، چې ورسره د وارداتو او صادراتو بهیر د ستونزو سره مخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG