د لاس رسي وړ اتصالات

د دفاع وزارت: د غزني په جگړه کې د پاکستان استخبارات لاس لري


د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال محمدشریف یفتلي د غزني په جگړه کې ستونزې ومنلې خو ادعا یې وکړه چې دغه جگړه د سیمې استخباراتو تنظیم او پلی کړې ده.

جنرال یفتلي چې د یکشنبې په ورځ (زمري ٢١) یې د غزني د امنیتي وضعیت په هکله خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې شاوخوا ٢٠ یا ٢١ تروریستي گروپونه د غزني په جگړه کې برخه لري او همدا اوس په جگړه کې د لشکر طیبه کسان وژل شوي دي.

هغه ادعا وکړه چې د پاکستان استخبارات ددې جگړې تر شا دي او د سولې د خبرو د گرمیدو په دلیل دغه استخباراتي اداره د سیمې د بې ثباتۍ په لټه کې ده.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل "پاکستان د نړیوال تروریزم د ټوپ تخته ده، هر هغه څوک چې له هر ځایه راځي اول پاکستان ته راځي، وروسته له هغې چې هلته په وسلو سمبال او تجهیز شي افغانستان ته راځي او جگړې ته مخه کوي، په ظاهر هغه اساسي ملاتړ چې ورسره شته د پاکستان د آی اس آی، دی".

تر اوسه پاکستان د افغانستان ددغه لوړپوړي پوځي د ادعا په هکله څه ندي ویلي، خو پخوا یې دغه ډول ادعاوی تل رد کړي دي.

جنرال یفتلي همداشان د غزني د امنیت په هکله هر ډول نه پاملرنه رد کړه او وویل چې امنیتي ځواکونو مخکې له مخکې د طالبانو ددې ډول برید اټکل کاوه.

پدې ترڅ کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سره له دې چې په غزني د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې تائید کړې، خو وویل چې اوس د غزني ښار په مرکزي برخو کې ټول پوځي او ملکي دولتي تاسیسات د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ – اشنا ته وویل، غزني ته رسیدلي تازه دمي ځواکونه د ښار په څنډو کې له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې د پرمختګ په حال کې دي.

ښاغلي مهر وویل "محبس زموږ په کنترول کې دی، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، ټول ملکي او دفاعي بنسټونه زموږ د ځواکونو په کنترول کې دي، د دښمن هڅې او تحرکات یواځې د ښار په څنډو کې شته دي".

ښاغلي مهر په دغو نښتو کې دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په غزني ښار کې افغان ځواکونو ته د نن ورځې په اوږدو کې او د شپې پر مهال د جدي چاڼیزو عملیاتو امر شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو بیان کې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ او د دغه ولایت د زوړ هوايي ډګر د نیولو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې په دغه هوايي ډګر کې یې ټول تجهیزات سوزولي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند دغه راز ویلي، چې په غزني ولایت کې یې ټولې نیول شوې سیمې په خپل کنترول کې ساتلي دي.

خو افغان حکومت تر اوسه د وسله‌والو طالبانو له خوا د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ او د زوړ هوايي ډګر د نیولو خبر نه دی تائید کړی.

په غزني کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د دوامدارې جګړې له امله، د کابل – کندهار لویه لاره هم له درېو ورځو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

XS
SM
MD
LG