د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې د اوربند د خوښۍ په لمانځنه کې چاودنې مرگ ژوبله اړولې


د ننگرهار د روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان په ښارگوټي کې پداسې حال کې چاودنه شوې چې خلکو او طالبانو د اوربند خوښي لمانځله.

نن شنبه (جون ١٦) مازیګر پنځه بجې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان ښارګوټي کې طالبانو او ولسي خلکو د اوربند خوښي لمانځله چې چاودنه وشوه او شاوخوا ٢٦ کسان کې ووژل شول. په پیښه کې گڼ شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په یو اعلامیه کې دغه پیښه په سخو ټکو وغندله او وویل چې "دا یو انساني جنایت دی او جنایتکاران د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره د افغانانو وینې تویوي."

دا پیښه چې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند په دوهمه ورځ وشوه د ننگر هار د والي د ویاند عطاالله خوگیاڼي په ونیا د داعش د ډلې کار و.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دا یو ځانمرگی برید و چې له امله یې لږ تر لږه ٢٦ کسان وژل شوي او ٥۴ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چاودنه هغه مهال وشوه چې د ننگرهار د امان الله خان ښارگوټي کې طالبانو د عام خلکو سره عکسونه اخیستل.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په پیښه کې د افغان امنیتي قواو منسوبینو ته هم مرگ ژوبله اوښتې. په ټپیانو کې د ډیرو وضعیت نازک ښودل شوی.

خو د ننگرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دوراني امریکا غږ ته وویل چې دا د موټر بم چاودنه وه چې گڼ شمیر کسانو ته یې مرگ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه ددې برید مسولیت چا ندی منلی، خو د ننگرهار د والي ویاند ویلي چې برید داعشیانو کړی دی.

د پېښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې چاودنه ډیره زوروره وه او داسې ښکاري چې ځای پر ځای شوی ماین او یا ځانمرګی برید به و، ځکه د هغه په وینا چاودنه لویه وه او مرګ ژوبله یې هم ‌لوړه ده.

XS
SM
MD
LG