د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان پر خپلې راډیو برید د بیان په ازادۍ برید بولي


افغان طالبان
افغان طالبان

طالبانو په غزني کې د دوی د "شریعت غږ" د رادیویي خپرونو په برید غندلی دی او هغه یې د بیان پر آزادۍ برید بللی دی.

طالبانو د دغه برید پړه پر امریکايي ځواکونو اچولې خو افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې په غزني کې د دې اونۍ هوایي بریدونه، افغان ځواکونو ترسره کړل.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "د دموکراسۍ او د بیان د ازادۍ ادعاگرو خپله اصلي څیره وښودله چې دوی د خپلو مخالفینو د نظر، اواز او رسنیو ته هیڅ ډول درناوی نلري". طالبان دغه خبره پداسې حال کې کوي چې پخپله یې پخوا څو ځلې پر رسنیو بریدونه کړي دي.

د رویترز اژانس لیکي چې په ٢٠١٦ کې د طالبانو ځانمرګرو بریدگرو د طلوع تلویزیون اوه کارکوونکي ووژل. ګڼ نور خبریالان هم د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او زیانمن شوي دي.

طالبان تصویري رسنیو ته د چاپ او خپرولو اجازه نه ورکوي او غیراسلامي یي بولي، خو راډیويي خپرونې، بیله موزیک نه، شرعي ګڼي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ یو ویاند وایي د طالبانو اعلامیه د افغان هوایي ځواک "قابلیت په ډاگه کوي". د قاطع ماموریت ویاند ډگرمن مارتین او دونیل وایي د طالبانو د خپرونو پر برج باندې دغه عملیات د جون په لسمه د افغان هوایي ځواک دوو A-29s الوتکو کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو اړخیز اوربند له اعلان وروسته طالبانو هم د اختر په ورځو کې ناڅاپه اوربند اعلان کړ، خو وویل چې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې به بریدونو ته دوام ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تیر کال په اگست میاشت کې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته زیات صلاحیتونه ورکړل چې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د طالبانو او نورو ترهگرو پر ضد د هوایي بمباریو په گډون جدي پوځي چلند وکړي. امریکا غواړي ددې لارې طالبان دې ته اړ کړي چې د افغانستان د حکومت سره خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG