د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: نهو میاشتو کې افغانستان ۵۰۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړي؛ الکوزی: صادرات کم وو


Pine nut
Pine nut

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په تیرو نهو میاشتو کې یې څه باندې ۵۰۰۰ ټنه جلغوزي یو شمیر بهرنیو هیوادونو ته صادرکړي دي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې دوی تمه لري، چې د روان لمریز کال ترپایه به بهرنیو هیوادونو ته د جلغوزو صادرات نور هم زیات شي.

ښاغلي جواد وویل: "په تیرو نهو میاشتو کې مو نږدې پنځه زره ۳۸۰ ټنه جلغوزي چې مجموعي ارزښت یې شاوخوا ۵۳ میلیونو ډالرو ته رسیږي پاکستان، چین، ایټالیا، متحده عربي اماراتو، امریکا، سعودي عربستان ، قطر، جرمني، هالنډ، تاجکستان، هند او هم کاناډا، اسټرالیا او ترکیې ته صادر کړي دي".

ښاغلي جواد د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د شمیر پر اساس وویل، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله بهر ته د جلغوزو صادرات زیات و، چې نږدې دوه نیم زره ټنه یې یوازې چین ته صادر شوي دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې ځینو ستونزو له امله بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول چین ته د جلغوزو صادرات کم و.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې ددغه چارواکي د وینا له مخې د افغانستان جلغوزو لوی مارکیټ په چین کې دی، خو په دغه هیواد کې د کرونا وبا د خپریدو له امله د نورو کلنو پرتله په تیر میلادي کال کې دغه هیواد ته په کمه اندازه جلغوزي صادر شوي و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی وايي، چې د چین پرتله په نورو هیوادونو کې د افغانستان جلغوزي دومره زیات بازار نلري.

ښاغلي الکوزي وویل: "په دغه خاطر باندې که مونږ یې پاکستان ته یوسو یایې عربو ته یوسو هغه شانته، چې د چین په بازار کې یې ډیر قمیت شته په نورو ځایونو کې دومره نه شته دی... نو یو سلسله مشکلات یې همدغه دي او هوايي دهلیز چې پخوا فعال و هغه شانته قوي فعال نه دی سبسیډي هم څوک نه ورکوي او بل طرف ته په چین کې دغه مشکلات دي، چې مارکیټ نشته هلته کرونا ده قرنطینیونه دي په دې خاطر یې تجارت یو څه کم شوی دی".

د پخواني رژیم په وروستیو کلنو کې د افغانستان د تولیداتو د هڅونې او د صادراتود پراختیا لپاره د هند او چین په ګډون د یو شمیر هیوادونو سره هوايي دهلیزونه پرانیستل شوي و، چې ورسره ددغه هیواد صادرات زیات شوي و.

د تیر ژریم پر مهال د افغانستان څخه د صادراتي توکو د لیږد په برخه کې سوداګرو ته سبسیډي ورکول کیدله او سودداګرو په کم مصرف باندې توکي بهرنیو هیوادونو ته صادرول. که څه هم د طالبانو حکومت د ځینو هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړی او هم یې د ځمکې له لارې بهرنیو هیوادونو سره په ځانګړي ډول چین سره د منځنۍ اسیا له لارې راکړه ورکړه زیاته کړې خو افغان سوداګر وايي، چې دمخه د تیر رژیم پر مهال ورته د صادراتو په برخه کې سبسیډي ورکول کیدله چې اوس مهال ورته دغسې ملاتړ د طالبانو د حکومت له خوا نه برابریږي.

XS
SM
MD
LG