د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو منلې د القاعدې او داعش سره به مبارزه کوي- راپور


امریکایانو له طالبانو غوښتلي چې داعش او القاعده به افغانستان کې فعالیت ته نه پریږدي.
امریکایانو له طالبانو غوښتلي چې داعش او القاعده به افغانستان کې فعالیت ته نه پریږدي.

ځينې امریکایي چارواکې چې په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ له روانو مذاکراتو خبر دي، وايي چې طالبانو موافقه کړې ده چې د القاعدې او داعش مخالفت به کوي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو اترو څخه یوې باخبرې سرچینې وال سټریټ ژورنال ته ویلي دي چې طالبانو هوکړه کړې چې بلې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړی چې د افغانستان له خاورې څخه په نورو هیوادونو بریدونه وکړي.

سره له دې چې امریکایان دغه هوکړه یو غټ پرمختګ بولي خو په دغه هیواد کې د ۱۴۰۰۰ امریکايي پوځيانو او د امریکا پوځي اډو برخلیک باندې لا هم دواړه غاړې کومې مشخصې پرېکړې ته رسېدلي نه دي.

د تیر کال د جولای د میاشتې راهیسې چې کله امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې بیا له سره شروع شوې، امریکایانو له طالبانو د همدې خبرې غوښتنه په وار وار کړې چې د داعش او القاعدې سره به مرسته نه کوي او دوي به فعالیت ته نه پریږدي.

طالبانو تر دې مخکې د امریکا دغه غوښتنه رد کړې وه او ویلي یې و چې په دې کار سره به دوي د امریکا په سرتیرو بدل شي او د داعش او القاعدې پر وړاندې به د واشنګټن جګړه د دوي تر غاړې شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې اترې له جنجالونو ډکې وې او له یو څه ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ د طالبانو د پلاوي او خلیلزاد تر منځ خبرې اترې بیا په دوهه کې شروع شوې.

په داسې حال کې چې خلیلزاد وایي چې د سږکال د اپریل ۲۰مې نیټې پورې به طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي، افغان او امریکايي ځواکونه هره ورځ طالبانو سره په جګړه کې درانده تلفات ورکوي او لا هم معلومه نه ده چې د دواړو غاړو تر منځ به د سولې پر سر هوکړه کله کیږي.

XS
SM
MD
LG