د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو د مذاکرو دریمه ورځ: ایا باید خوشبین اوسو؟


طالبانو اعلان کړی چې په دوحه کې به د امریکایي هیئت سره خبرې د چهارشنبې په ورځ «جنورۍ ٢٣مه» هم دوام وکړي.

دا د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي هیئت او طالبانو ترمنځ څلورم پړاو خبرې دي.

تر دې دمخه د طالبانو منابعو ویلي وو چې د اجنډا پر سر د اختلاف په دلیل یې خبرې ځنډولي دي.

تر اوسه په دوحه کې د تازه خبرو په اړه جزئیات نه‌ دي خپاره شوي، خو د طالبانو منابعو ویلي چې د افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو موضوع د ارزونې لاندې عمده مسایلو څخه دي، تر اوسه امریکایي لورې په‌دې هکله نظر نه‌دی څرګند کړی.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رولاند کوبیا په کابل کې د مصر او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره د لیدنې پر مهال د افغانستان د سولې په هکله غږیدلی دی. ښاغلی کوبیا وايي چې د اروپايي اتحادیې او افغانستان د سولې ګډه ډله به د سولې پر لارو چارو کار وکړي.

افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی رولاند کوبیا
افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی رولاند کوبیا

ښاغلی کوبیا وايي چې سږکال د افغانانو په مشرۍ باید سوله ټینګه شي. ښاغلی کوبیا وايي

"د افغانستان د سولې په برخه کې له مهمو اړخونو سره مو ګټورې خبرې وکړې، مسلمان او عربي هیوادونه له اروپايي اتحادیې سره پیاوړې اړیکې لري. "

  • د روڼتیا نشتوالی

د طالبانو او امریکا ترمنځ ټولې څلور پړاوه خبرې د تړلو دروازو شاته شوې دي او د خبرو له جریان نه ډیر کم جزئیات بهر وتلي دي.

عمر صمد د افغانستان پخوانی دیپلومات دی چې د طالبانو سره د امریکا خبرې څاري، هغه په‌دې باور دی چې خلکو او مدني بنسټونو ته باید په غونډو کې مطرح شوي معلومات په شفافیت وړاندې شي.

ښاغلی صمد همداشان په‌دې باور دی چې د طالبانو سره په مصالحه کې د امریکا بېړې د افغانستان دولت په سخت موقف کې درولی دی.

هغه وایي "دا ډول قضیې په یوه شپه کې نه حل کیږي. یوه ستونزه داده چې د امریکا اوسنی حکومت په میاشتو کې د دې موضوع حل کول غواړي، خو دا ډول قضیې کلونو ته اړتیا لري. دې یو ډول چلنج رامنځته کړی دی."

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د چارو څېړونکی خالد مجیدیار، هم په‌دې ټینګار کوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې د افغانستان د دولت نه شتون ښایي "بدګمانۍ" وزېږوي.

هغه زیاتوي چې "دا مسله کېدای شي بدګمانۍ رامنځته کړي داسې نه چې د امریکا دولت د طالبانو سره معامله وکړي چې د پاکستان دولت هم په کې شامل وي او د افغانستان دولت په کې نه وي. طالبانو تر اوسه د مذاکرې نه یواځې د خپل سیاسي مشروعیت او د خپلو ګټو لکه سیاسي بندیانو د خوشې کېدو لپاره ګټه اخیستې ده بلکې نه د جګړې د پای نه رسولو لپاره."

په‌داسې حال کې چې په افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي هلې ځلې په‌دې وروستیو میاشتو کې زیاتې شوي، خو وسله والې شخړې لاهم په شدت سره روانې دي.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د طالبانو سره په یو وخت سولې او جګړې دواړو ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG