د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ښځو د ماین‌پاکۍ ډله د وسلې کنټرول نړیوالې جایزې ته کاندید شوې


د بامیانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د وسلې د کنټرول نړیوال بنسټ د لومړي ځل لپاره په بامیان کې د افغان ښځو د ماین‌پاکۍ ډله د ۲۰۱۹ کال د نړیوالې جایزې د ګټلو لپاره کاندید کړې ده.

د چارواکو پر وینا، د افغانستان په ګډون د نړۍ د مختلفو هیوادونو لس کسه او ډلې د دغې جایزې لپاره کاندیدان دي.

د بامیان ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې لطیفه محسني وايي: دا د هیواد په کچه د ماین‌پاکۍ لومړنۍ ډله ده، چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په بامیان کې فعالیت کوي او د وسلې د کنټرول د نړیوالې ټولنې له خوا کاندید شوې ده.

د آغلې حسیني پر وینا، د دغې جایزې د ګټلو لپاره د رایو ورکولو بهیر د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر له ۱۲مې پیل شوی او د ۲۰۲۰ کال د جنوري تر اتمې دوام کوی.

هغې هیله وښوده چې افغانستان د دې جایززې ګټونکی شي.

په بامیان کې د افغان ښځو د ماین‌پاکۍ ډلې یوه غړې
په بامیان کې د افغان ښځو د ماین‌پاکۍ ډلې یوه غړې

د افغان ښځو د ماین‌پاکۍ دغه ډله له ۲۰۱۸ کال راهیسې په بامیان ولایت کې فعالیت کوي او د تیرو جګړو پر مهال د ښخ شویو ماینونو په خنثی کولو بوخته ده.

د بامیان سیمه‌ییز چارواکو د ماین‌پاکۍ د دغې ډلې فعالیتونه ګټور بللي او ویلي یې دي، چې ډیر ژر به بامیان د افغانستان په کچه له ماینونو څخه د لومړني پاک شوي ولایت په توګه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG