د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ماین چاودنې لس ملکي وګړي وژلي


د نننۍ پېښې انځور
د نننۍ پېښې انځور

د خوست ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن سې شنبه د «لېندۍ پر۲۶مه» د علیشرو ولسوالۍ په «اوبخاني» سیمه کې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر باندې شوې ده.

د خوست والي حلیم فدايي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په وژل شوو کسانو کې پنځه نارینه، درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

هغه زیاته کړې، چې یاد کسان له خوست څخه په یوه جنازه کې د ګدون لپاره د لوګر په لور روان و، چې پر موټر یې چاودنه شوې ده.

"نن سهار د پينځه بجو شاه او خوا دعلیشرو ولسوالۍ اړوند د ابوخانې سیمه کې دتروریستانو د سړک په غاړه خښ شوي ماین په نتیجه کې [۱۰ ملکي وګړي]چې ۵ سړي، ۳ ښځي او ۲ ماشومان دي، شهیدان شویدي."

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې پيل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یادې پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل امریکا غږ ته وویل چې، نن د سې شنبې په سهار د مزارشریف ښار په الکوزي څلور لارې کې د پولیس ټرافیکو په یو رنجر موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه له امله ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټپیانو کې ۱۲ تنه ملکي وګړي او ۶ تنه پولیس ټرافیک شامل دي.

د تېرې جمعې په ورځ د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې له امله لس ملکي وګړي وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG