د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: استرالیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د بد چلند بخښنه غوښتې


د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت افغان حکومت ته په یو استول شوي لیک کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د ناوړه چلند له امله بخښنه غوښتې ده.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن تیره ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) په دې تړاو د افغانستان له جمهور رئيس محمداشرف غني سره په ټیلیفوني اړیکه کې غږېدلی او په افغانستان کې د یو شمېر استرالیایي عسکرو د جنګي جرمونو له امله یې خواشیني ښودلې ده.

ښاغلي موریسن جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړی چې په دې اړه څیړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت تامین شي.

د استرالیا د دفاع وزارت موندنې ښيي چې په افغانستان کې یو شمیر میشتو استرالیايي ځواکونو ۳۹ افغانان په غیرقانوني توګه وژلي دي.

د استرالیا د دفاع وزارت له خوا د یادې قضیې په تړاو خپور شوي راپور کې راغلي: "دغه راپور همداشان بیلابیلې ادعاوې ښيي چې د استرالیا دفاعي ځواکونه د خپل کنټرول لاندې کسانو سره په بې‌رحمانه ډول چلند کوي. له دغو اقداماتو څخه یو یې هم د تودې جګړې پرمهال نه دي ترسره شوي. د پېښو قربانیان جګړه‌ییز خلک نه و او یا نور په جګړه کې نه و".

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت افغان حکومت ته استول شوي لیک کې ویلي چې د دغه ناوړه چلند مرتکبینو څخه څېړنو څلور کاله دوام وکړ. استرالیا په دغه لیک کې د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوړلو یادونه کړې ده.

په تیرو څو کلونو کې لویدیځو رسنیو څو ځلې په افغانستان کې د میشتو استرالیایي پوځیانو له خوا د بندیانو سره د "غیر قانوني چلند" رپوټونه ورکړي و چې په کې د ملکیانو او افغان بندیانو وژنه هم شامله ده.

د دغو تورونو په هکله پلټنې د څلورو کالو راهیسې په محرمانه توګه روانې وې چې ګواکې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یو شمیر غړو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او نتیجې یې دوه اونۍ وړاندې د استرالیا حکومت ته سپارل شوې دي.

د استرالیا حکومت تیره اونۍ اعلان وکړ چې د ځانګړي څارنوال د دفتر په ایجادولو سره په افغانستان کې د استرالیایي پوځیانو د "جنګي جنایاتو" تورونه پلټي.

XS
SM
MD
LG