د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: په استرالیايي ځواکونو باندې د جنګي جنایتونو تورونه دې وڅیړل شي


په استرالیا کې افغان سفارت وايي چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت پر مهال د دغه هېواد پر هوايي ځواکونو د جنګي جنایتونو لګېدلي تورنه باید وڅیړل شي.

له دغه سفارت څخه د نشر شوې خبرپاڼې په اساس د استرالیا د (ABC) ټلویزیوني شبکې د "استرالیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (SAS) د جنګي جنایتونو جدي تورونو" په اړه یو مستند راپور نشر کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: "سفارت د یادو تورونو اړوند د هراړخیز، بې طرفه او په وخت تحقیق او پلټنو غوښتونکی دی او په دې هکله د کوربه هېواد قضايي دستګاه او نورو اړونده مراجعو باندې اعتماد لري".

په استرالیا کې د افغانستان سفارت ویلي که مطرح شوي تورونه ثابت شي نو عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي "که چېرې یاد شوي تورونه ثابت شي، سفارت یې عاملینو لپاره بې له قیده او شرطه سزا غواړي او یقین لري چې اوس دا ډول تورونه به د جدي انفرادي قضیو په توګه تعقیب شي".

افغان سفارت ټینګار کړی چې دا قضیه له نږدې څاري او په دې برخه کې د استرالیا د دولت د څیړنو نتایج به له افغان حکومت سره شریک کړي.

په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت په تړاو په دې مستند راپور کې یو استرالیايي عسکر د خپلو همکارانو له خوا د افغان ولسي وګړو پر وژلو اعتراف کړی دی.

د استرالیا د هوايي ځواک پخواني غړي براډین چمپن چې په ۲۰۱۲ کال کې یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی د استرالیا ABCتلویزیون ته ویلي چې همکارانو یې د هغه په مخ کې ولسي افغانان وژلي دي.

د دې پېښې په تړاو د څیړلو غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د روان میلادي کال د مارچ په پنځمه د جرایمو نړیوالې محکمې (ICC) په افغانستان کې د جنګي او بشري جنایتونو په اړه د څیړنو فیصله وکړه.

د دغې فیصلې په اساس ټاکل شوې چې د ټولو هغو جنګي جرایمو او بشري جنایتونو په اړه څیړنې وشي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ میلادي کال د مې له لومړۍ نیټې راهیسې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG