د لاس رسي وړ اتصالات

اورلګیدنې بنګله دېش کې ۸۱ تنه ووژل


اندېښنه ده چې شاید تلفات تر هغه زیات وي چې په رسنیو کې ویل شوي دي
اندېښنه ده چې شاید تلفات تر هغه زیات وي چې په رسنیو کې ویل شوي دي

د بنګله دېش په پلازمینه ډاکه کې د اورلګېدو په یوې پېښې کې لږ تر لږه ۸۱ تنه مړه شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي د ځینو سوځېدلو کسانو حالت ښه نه دی.

د بنګله دېش د اوروژنې د ادارې مشر علي احمد وايي چې اور د چهارشنبې په ماښام په یوې ودانۍ کې ولګېده او ډېر ژر نورو برخو ته خپور شو.

د بنګله دېش سیمه ایز تلویزونونه وايي چې اور د یوې ګاز ډبې د چاودنې له کبله لګېدلی دی. وايي په کومې ودانۍ کې چې ګاز ډبه چاوېدلې هلته ډېرې نورې ګاز ډبې هم وې چې یوه په بلې پسې چاودېدله.

عیني شاهدان وايي چې د اور ډېر قربانیان لارویان، هټيوال او د ورڅېرمه رستورانتونو کارکوونکي دي. د بنګله دېش د اوروژنې د ادارې رئیس وايي د اور وژنې عملیې ۱۵ ساعته وروسته اور مړ کړ.

چارواکي وايي اور ډېر تېز نورو سیمو ته خپور شو چې له کبله یې ډېر خلک په خپلو خونو او اپارتمانونو کې ایسار پاتې شول. دا اندېښنه شته چې شاید تلفات تر هغه زیات وي چې په رسنیو کې ویل شوي دي.

اور د قیقآ د ( چوک بازار) په سیمه کې لګېدلی دی. د دغې سیمې ودانۍ شاوخوا ۴۰۰ کاله لرغونې دي چې د استوګنې او کاروبار لپاره کارول کیږي.

په ۲۰۱۰م کې هم دغلته اور لګېدلی و او ۱۲۳ تنه یې مړه کړي وو. چارواکو خبرداری ورکړی و چې ښايي په دغې سیمې کې بیا اور بل شي.

په ۲۰۱۲ کال کې د بنګله دېش په ډاکه کې هم اور لګېدلی و چې له کبله ۱۱۲ تنه مړه شول.

XS
SM
MD
LG